د سين هوا اژانس دخبر له مخی ، د المان پارلمان د روانې مياشتې په ٣٠نيټه په زياتو موافقورايو سره دا پريکړه کړی ده چه په افغانستان کی د المان د سوله ساتی فوځ د ماموريت موده د نور يو کال لپاره تمديده کړی. که څه هم پرون په افغانستان کی د المانی عسکرو کمپ له حملې سره مخامخ شو او په نتيجه کی دری المانی او دوه سويسی عسکر ټپيان شول ، مګر نوموړی تصميم په بری سره تصويب شو. المان د ٢٠٠٢کال له جنوری څخه په افغانستان کی په بين المللی سوله ساتی عملياتوکی برخه اخستلی دی او څوځله يی د خپل پوځ د ماموريت موده تمديده کړيده. تر اوسه پوری په افغانستان کی څه دپاسه ٢١٠٠تنه المانی عسکر موجود دی .
|