د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د پاکستان اتلس تنه خبريالان د اکتوبر په دريمه نيټه د هندی کشمير سيمې ته داخل شوی او په خپل مسافرت يی پيل کړيدی٠ دا لومړی ځل دی چه په ١٩٤٧ کال کښی د هند او پاکستان له خپلواکيدو نه راهيسی د پاکستان خبريالان د راپورتاژ د برابرولو دپاره هندی کشمير ته ننوتلی دی٠
د خبر له مخی، د هند او پاکستان ترمنځ د مطبوعاتی تګ راتګ د يوې برخې په حيث د پاکستان د خبريالانو هئيت د پاکستانی کشمير د سيمې د ورځپاڼو له خبريالانو څخه عبارت دی٠ د دوی سفر به د اکتوبر تر اتمې نيټې پوری دوام ولری٠
د هند او پاکستان د مطبوعاتی تګ راتګ په باب د موافقه ليک له مخی ، پاکستان به هم په راتلونکی نوامبر کښی د هند د خبريالانو هئيت ته بلنه ورکړی چه د پاکستانی کشمير سيمې ته مسافرت وکړی٠