د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د ملګرو ملتو د پناه وړونکود چارو په باب عالی کميشنر رود لوبيرس د اکتوبر په ٤ نيټه په ژنيو کی څرګنده کړه چه د وروستيو کلونو نه راهيسی په ټوله نړۍ کی د پناه وړونکو شمير د کميدو په حال کی دی او په تيرو درو کالو کی د م م د پناه وړونکو دچارو د دفتر تر اداری لاندی د پناه وړونکو او نورو بی کوره سرګردانو عمومی شمير په سلو کی ٢٢ کم شوی دی او د پناه غوښتونکو کسانو شمير د تيرو اوو لسو کالو راپديخوا هم تر ټولو نه ټيټ دی .
په همدی ورځ د م م د پناه وړونکو دچارو د عالی کميشنر د لايحو د اجرايوی کميټی په غونډه کی ښاغلی لوبيرس وويل چه له ٢٠٠١ م کال نه تر ٢٠٠٤ م کاله پوری د م م د پناه وړونکود چارو د دفتر په مرسته په ټوله نړۍ کی د پناه وړونکو او نورو بی کوره کسانو شميرله ٢١مليونو اتو لکو نه ١٧ مليونو سلو زرو تنو ته کم شوی دی . يوازی د تيرکال په اوږدو کی په ټوله نړۍ کی ٣ مليونه شپږ لکه تنه مهاجرين خپلو هيوادونو او اصلی ټاټوبيو ته بيرته ستانه شول . هغه په ځانګړی ډول دی ته اشاره وکړه چه په افغانستان ، بوسنا- هيرځګووينا ، سيراليون، انګولا او ايريتريا کی په جلا جلا توګه دري مليونه پنځه لکه ، يو مليون ، دوه لکه اتيا زره ، دوه لکه پنځوس زره او دوه لکه درويشت زره تنه مهاجرين او پناه وړونکی خپلو هيوادونو او اجدادی کورونو ته بيرته ستانه شوی دی . دغه راز ليبيا ته د دری لکو پنځوسو زرو تنو پناه وړونکو د بيرته ورليږلو په هکله د يوه پلان تطبيق هم پيل شوی دی .
د کتوونکو په نظر د ګردی کرې د پناه وړونکو کميدل د نړيوالو اوضاعو له ښه کيدو سره رابطه لری . په افغانستان کی د حامد کرزی په مشرۍ د نوی سياسی رژيم د جوړيدو نه وروسته د هيواد اوضاع ګام په ګام د استقرار په لوری پرمخ ځی . په دی غرض چه زيات شمير افغان مهاجرين ژر تر ژره خپل هيواد ته بيرته ستانه شی ، د ٢٠٠٢م کال د مارچ له مياشتی څخه د م م د پناه وړونکود چارو ادارې په وار سره د افغانستان په بيلا بيلو سيمو کی ٣٠ ځانګړی دفترونه او د اړوندو مرسته کوونکو موادو د ويشلو لپاره ٢٢ ځايونه جوړ کړل . اوس په همدغو سيمو کی مهاجرينو ته د ځايونو او نورو مرستو ورکولو په هکله د ملګرو ملتو د پلان د ترسره کولو په بهير کی بی ساری برياليتوبونه لاس ته راغلی او زيات شمير هغه مهاجرين چه په پاکستان ، ايران او داسی نورو ګاوندی هيوادونو کی پاتی ؤ، د ژوندانه د ضرورت وړ شيانو او نغدی پيسو د ترلاسه کيدو نه وروسته د هغو لاريو په ذريغه چه د م م د نوموړی اداری لخوا برابر شوی ، خپل ګران وطن - افغانستان ته بيرته ستانه شول .
دغه راز د افريقايی سيمی په زياتو هيوادونو کی د سولی او ترقی غوښتونکو غوره اوضاعو په منځ ته راتګ سره د منځنی افريقی او لويديځی افريقی په شمول هغو هيوادونو کی چه ملی تضادونه او کورنی جګړې په پرله پسی ډول رامنځ ته شوې وی ، سوله ايزه وضع هم ليدله شوی او پناه وړونکو يی په تدريجی توګه خپل خپل هيواد ته په بيرته ستنيدو پيل کړی دی .
د وروستيو کلونو نه راهيسی د اروپا د بالقان په سيمه کی نسبتأ ارامی ساتل شوی ، د سيربيايانو او البانيايانو او نورو ملی اقليتونو ترمنځ دښمنۍ هم کمښت موندلی او په بوسنا – هيرځګووينا کی د امنيتی چاپيريال د ښه کيدو په څنګ کی دغه هيواد ته د بيرته ستنيدونکو پناه وړونکو شمير هم ډير زيات شوی دی . د م م د پناه وړونکو چارو د ادارې د احصايی له مخی د بوسنيا – هيرځګووينا د جګړی په موده کی يو مليون اته لکه تنه هيوادوال خارج ته وتښتيدل ، خو نن سبا له دوی څخه څه د پاسه يومليون تنه خپل اصلی ټاټوبيو ته بيرته ستانه شوی دی .
د کتوونکو په نظر که څه هم د پناه وړونکو په مسئله کی حالات ښه شوی ، خو دغه ډول حالات د خوشبينی وړ نه دي . ځکه تر اوسه پوری په ګرده کره کی د پناه وړونکو عمومی شمير لا هم د١٧ مليونو سلو زرو تنو په شاوخوا کی پاتی دی . دغه شان به د نويو سيمه ايزو کشالو له امله نوی مهاجرين او پناه وړونکی هم مهاجرت ته اړشی .
نوموړو کتوونکو هم دی ته اشاره وکړه چه په حقيقت کی د پناه وړونکو د موضوع له موجوديت څخه د اوسنی نړۍ ناارامي او بی عدالتی څرګنده شوی او دا يی ښودلی ده چه سوله او ترقی په اوسنی زمانه کی لا هم دوې مهمی اصلی موضوعګانی دي . د پناه وړونکو د مسئلی حل وفصل بايد د هغه اصل سره سم چه اړوند هيوادونه بايد د يووالی او همکاری پراساس خپل مسئوليت په غاړه واخلی ، درښتيانی او واقعی بين المللی همکاريو له لاری سر ته ورسيږی . که چيری عادلانه او معقول نړيوال سياسی او اقتصادی نوی نظام قايم کړی شی ، نو له بيخه د پناه وړونکو مسئله هم حليداي شی .
عکسونه: ( ښی )- د افغانستان ماشوم مهاجر ----( کيڼ )-د سودان د دارفور په سيمه کی پناه وړونکی