د سين هوا أژانس د خبر لمخې د چين حکومت د رواني مياشتې په پنځمه نيټه سهار د افغانستان انتقالي حکومت ته د يومليون امريکايي ډالرو په ارزښت يو اندازه دفتري او تعليمي لوازم ورکړيدي ،په کابل کي د چين لوي سفير سون يو شي او خارجه وزير عبدلله عبدالله د دغو لوازمو د تسليمولو سند لاسليک کړ چه له دغو لوازمو څخه کمپيوترونه ،تايپ ريکاردرونه ، جنراتورونه ، تيلويزيونونه ، ورزشي جامې ، د فوتوکاپي دستګاوې او داسي نور ٠ دا د افغانستان د انتقالي حکومت د جوړيدو د دوو کالو راهيسي د چين لخوا برابره شوې څلورمه مرسته ده ٠
|