د چين د بينالمللي راډيو د خبر له مخې د ملګرو ملتو د ماشومانو صندوق د اکتوبر په پنځمه نيټه په ژنيو کې د تحقيقاتو د نتيجې نه څرګنده شوې چې د افغانستان د ماشومانو د ژوند حالات تر يوې اندازې پوري ښه شوي دي ، مګر له زياتو پرابلمونو سره هم مخامخ دي ٠ په نوموړي نتيجه کې ويل شوي چې د افغانستان په مګتبونو کې د نجونود داخليدو ميزان د طالبانو په موده کې په سلو کې له ١٦ نه ٤٠ ته اوچت شوي دي او د ماشومانو د مړيدو ميزان په ښکاره توګه ټيټ شوی دی ٠ خو په مکتبونو کې د کوچنيانو په تيره بيا د نجونو د داخليدو ميزان ﻻهم لوړ دی او ډير زيات ناروغ شوي ماشومان په وخت تداوي او علاج نشي حاصل کړای ٠
|