<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-07 18:11:57    
پوليسی نښه د دونګ او مياو د قومونو په اوسيدونکو سيمو کښی ځليږی

cri

د جنوبی چين د هو نان د ولايت د هوای هوا په ښار او شاوخوا سيمو کښی د مياو ، دونګ او ياو په شمول د څه دپاسه ديرشو ملی اقليتونو هيوادوال اوسيږی ، د دغو سيمو د سولې او امنيت د ساتلو دپاره د هوای هوا د ښار د پوځ وسله وال پوليسان په وفادارۍ سره خپلې مقدسې دندې اجرا کوی٠ دوی خپله د اوسيدو سيمه د خپل اجدادی ځای په حيث بولی او محلی خلک د خپلو ميندو او پلرونو په توګه ګڼی ، هرکله چه خلک د دوی خدمتونو ته اړتيا لری، دوی هرومرو خپل ټول طاقت وقفوی او د خپلې ځوانی او تودو وينو په وسيله يی د ستاينې وړ کارنامې قايمې کړيدی٠

په تيره يوه موده کښی له نشه ئي موادو سره مجادله د ارامۍ د ساتلو په برخه کښی د هوای هوا د ښار د پوليسی مقاماتو يوه ډيره درنه دنده وه ٠ د ٢٠٠١ کال د جون په مياشت کښی د چين او ميانمر ترمنځ د ټوپکونو او نشه ئی موادو د قاچاق کوونکې ډلې د پوپناه کولو دپاره د هوای هوا ښار وسله والو پوليسانو د څلورمې ډلې د مشر مرستيال لی جونګ شينګ او سرتير وۍ ځی لين د محلی پوليسانو سره يو ځای د نشه ئی موادو د قاچاق کوونکو په کاليو کښی د چين او ميانمر د سرحدی سيمو د نشه ئی موادو په پلورونکو کښی داخل شول او په ديارلسو ورځو کښی يی د نشه ئی موادو له هغو پلورونکو سره چه زيات ټوپکونه، لاسی مينونه او ګولۍ يی درلودلې، تماسونه ونيول او د مرګ له خطر سره سره يی پټې مجادلې وکړې چه په نتيجه کښی يی د نورو سرتيرو او پوليستانو په همکارۍ د نشه ئی موادو دغه ډيره ستره پلورونکی ډله پوره له منځه يوړله ٠ په دی مجادله کښی دوی نهه ويشت تنه مجرمين ونيول او شل توپنچی او دوه ټوپکونه ، دری اتيا دانې ګولۍ ، دوه زره اووه سوه يو څلويښت ګرامه هيروين او د پنځه لکو ژن مين بی يوانو په اندازه هغه پيسی په غنيمت سره ترلاسه کړې کوم چه د نشه ئی موادو د قاچاق دپاره راغونډې شوې وی ٠ د چين د عامه امنيت وزارت د هوای هوا وسله وال پوليسان وستايل او عسکر وۍ ځی لين په ډير وياړ سره دوهمه درجه جنګی کارنامه قايمه کړه ٠

يوه ورځ يو مسافروړونکی موټر د هو نان د ولايت د مياو او دونګ د قومونو د سيمې په سړک کښی حرکت کاوه ، ناڅاپه په دی موټر کښی داسی چيغه راپورته شوه : ٌ غل ونيسۍ!ٌ اصلأ د يوه مسافر پيسی غلا شوې وی٠ د هوای هوا د ښار وسله وال پوليس يانګ هونګ فوچه د خپلې دندې له ترسره کولو نه وروسته خپل کمپ ته د بيرته ستنيدو په وخت کښی هم په دی موټر کښی و ، هغه سمدلاسه راپاڅيده او غل ته يی په لوړ اواز امر وکړ چه ٌپيسی بيرته تسليم کړه ! ٌ خو غل وليدل چه دا سرتير لوړ نه دی او بدن يی هم تکړه نه دی ، نو په غضب سره يی يانګ هونګ فو ته وويل چه ٌ ستا يی څه، زه به تا ووژنم ! ٌ مګر سرتير يانګ هونګ فو له دې ويرې څخه هيڅ و نه ويريده او په زړه وره توګه يی غل وواهه ٠ خو په دی وخت کښی دی غل په محلی لهجې سره خپل يوه بل همکار ته وويل چه سمدلاسه له موټر څخه ښکته شی او د مرستې دپاره نور کسان راوړی٠ شل دقيقې وروسته د غل نور دری همکاران راغلل او د مسافر وړونکی موټر د حرکت مخه يی ونيوله٠ ورپسی دوی په زور سره موټر ته پورته شول او سرتير يانګ هونګ فو يی محاصر کړ٠ په دی خطرناک وخت کښی يانګ هونګ فو د نورو مسافرينو په همکارۍ په جرأت سره له مجرمينو سره مجادله وکړه، خو يو مجرم په چاړه د يانګ هونګ فو شا ټپی کړه او ټول مجرمين وتښتيدل٠ يانګ هونګ فو سره له دی چه ځان يی درد کاوه ، له مسافرينو سره يو ځای د مجرمينو په تعقيب شو، خو يانګ هونګ فو د سخت ټپی کيدو او د زياتو وينو د توئيدو په اثر ولويده او له حرکته پاتی شو٠ د خوښۍ وړ خبره دا ده چه ټول مجرمين د نورو مسافرينو او محلی خلکو لخوا ونيول شول او د قانون منګولو ته وسپارل شول ٠ دا چه وسله وال پوليسانو په خپل ژوند او وينو سره د نورو خلکو امنيت وساته ، د ستاينې وړ خبرې په حيث د دونګ او مياو د قومونو په سيمو کښی خوله په خوله وګرځيدله٠ نو په دی مناسبت يانګ هونګ فو لومړی درجه جنګی کارنامه قايمه کړيده ٠د چين د وسله والو پوليسانو قوماندانۍ يانګ هونګ فو ٌ د وفاداروسله وال پوليس ٌ په حيث ټاکلی او ورته يی د ٌ زړه ور قهرمان ٌ افتخاری لقب ورکړيدی٠