<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-08 18:44:19    
د چين د ولسي جمهوريت د ملی جشن په باب

cri

وانګ – رمز صاحبه ! د اکتوبر لومړی نيټه په چين کښی د ملی جشن ورځ وه او دا هغه ورځ ده چه ٥٥ کاله مخکښی په همدی ورځ د نوی چين يعنی د چين ولسی جمهوريت بنسټ ايښودل شوی دی ٠

رمز – وانګ جانی ! مونږ او تاسی هم د همدی ورځی يعنی د چين دولسی جمهوريت د٥٥ می کاليزی په وياړ د خپلو درنو اوريدونکو دپاره راډيوی سيالی اعلان کړی ده چه دهمدی سيالی څلورم مضمون هم په تکرار سره همدا څو شيبی دمخه خپور شو ٠ او لکه په تيرو خپرونو کښی مو چه د اوريدونکو سره ژمنه کړی وه چه په دی مياشت کښی به څلور نوموړی مضمونونه بيا خپاره کړو ٠

وانګ – اوس چه د چين د ولسی جمهوريت د جوړيدو د ٥٥ مه کاليزه مو ونمانځله د هغو اوريدونکو څخه ډيره مننه کوو چه له دی امله يی مونږ ته د مبارکی ليکونه راليږلی او په دی توګه يی زمونږ په دی ملي جشن کښی ځانونه شريک بللی دی ، يو ځل بيا د خپلی مننی مراتب څرګندوو ٠

رمز – بی ځايه به نه وی چه ووايو د چينايانو دغه سترملی جشن په درنو مراسمو سره ونمانځل شو او د هيواد ټولو خلکو پخپل دغه ملی جشن کښی په پوره وياړ او خوشحالی سره هم ګډون وکړ ٠

په دی جشن کښی د ټولو هيوادوالو دپاره اوه ورځی عمومی رخصتی وټاکله شوه او د چين وګړو له يوه ښار نه بل ښار ته او حتی له هيواد نه بهر نورو هيوادونو ته توريستی سفرونه وکړل ٠

د همدی زيات تګ راتګ له امله د هيواد په مځکنی ، هوايی او سمندری ترانسپورټ کښی ډيره ګڼه ګوڼه وليدله شوه او ځينی داسی حالت خو هم رامنځ ته ش چه د سفر دپاره د ټکټونو ترلاسه کول هم يو ستونزمن کار ؤ ٠ خو ددی برخی اړوندو څانګو مسؤلينو او چارواکو په پوره طاقت سره د هيوادوالو د هوساينی په خاطر اسانتياوی برابری کړی او هڅه يی وکړه چه تر ممکنه حده پوری د سفر زمينی او د رخصتی د شپو ورځو دپاره ښی زمينی برابری کړی ٠

وانګ – زمونږ د خوشحاليو او هوساينو تر څنګ د خپلو اوريدونکو خوشحالی او هوساينه هم غواړو او د دی خپرونی د پاتی وخت دکموالی له امله رمز صاحبه ! تاسی به د ځينو اوريدونکو نومونه چه په دی وروستيو وختونو کښی يی مونږ ته ليکونه راليږلی ولولی او د پښتو څانګی د ټولو کارکوونکو په نماينده ګۍ به ور څخه ډيره مننه څرګنده کړی ٠

رمز – ښه دی زه به ولولم : دپاکستان د ضلع بنون نه اسحق کمال او عبدال عزيز وزير ، د کرم ايجنسی نه رفيع الله فيضی او ګل رحيم سپرلی ، د ضبع پشين نه جان محمد ارمانی ، احمد شاه او فيض الله درانی ، له چمن نه احمدالله سحر اوعزيز الله ځلاند، له پيښور نه شيرولی خان فلايئنګ کوچ والا، د بلوچستان له ژوب نه فضل الرحمن ناصر ، د ضلع تحصيل نه فيض احمد خان سليمانخيل له خوا ليکونه رارسيدلی چه د چين د بينالمللی راډيو د پښتو څانګی د ټولو کارکوونکو په نماينده ګۍ ور څخه د زړه له کومی مننه کوم او ګيډی کيډی سلامونو ته وعليک وايم او مونږ هم دوی ته ګيډی ګيډی سلامونه وړاندی کوو ٠ هيله ده چه په راتلونکی کښی هم خپل ليکونه راواستوی ٠ خوشحالی ور ته غواړم٠