د چين د بين المللی راډيو دخبريال د خبر له مخی ، د فرانسې د ملی دفاع وزيرې ميچل اليوتماری او دالمان دملی دفاع وزير پتر ستروک د روانې مياشتې په ١٣مه نيټه د امريکې له هغه پيشنيهاد سره مخالفت وکړ چه په افغانستان کی د امريکې او د ناتوبلاک نظامی عمليات سره يوځای شی .
هغوی د رومانيی په براسوف کی د ناتوبلاک د ملی دفاع د وزيرانو په غير رسمی غونډه کی نوموړی خبری څرګندی کړې. ماری وويل چه په افغانستان کی د امريکې د عملياتو هدف په عمده توګه ترهګرۍ ته ضربت رسول دی او د ناتوبلاک په مشرۍ سوله ساتی فوځ په عمده توګه د امنيت د ساتلو وظيفه په غاړه لری .
ستروک وويل چه د المان په نظر د بين المللی ټولنې عمومی وظيفه دا ده چه د افغانستان امنيت وساتی او د دغه هيواد د بيارغونې دپاره له هغه سره مرستې وکړی .
دتير کال دپای نه راهيسی امريکې پيشنيهاد کړی دی چه په افغانستان کی د امريکې ١٨زره عسکر او د سوله ساتی فوځ تقريبأ ٧زره عسکر سره يوځای شی او د امريکې پر ځای د طالبانو او د القايدې د پاتی افرادو د له منځه وړلو وظيفه د ناتوبلاک د يوه قوماندان له خوا لارښونه وشی . مګر فرانسې او المان او د ناتوبلاک ځينو غړو هيوادو له نوموړی پيشنيهاد سره مخالفت کړی دی او کوی يی .