<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-14 16:22:18    
د چين مرکز بيجينګ د ملی اقليتونو د علاقه داريو او کليو انکشاف پرمخ وړی

cri

د چين د مرکز بيجينګ په اطرافو کښی د ملی اقليتونو پنځه علاقه دارۍ او يو سلو نهه قومی کلی شته چه د دغو علاقه داريو او کليو عمومی نفوس يو لکو دری پنځوس زره تنه دی٠ له ١٩٩٨ کال راهيسی د بيجينګ ښاروالی د قومی علاقه داريو او کليو د اقتصادی انکشاف د پرمخبيولو دپاره په پرله پسی توګه له دوی س1ره زياتې مرستې کوی ٠ په ٢٠٠١ کال کښی ښاروالی پريکړه وکړه چه د لسم پنځه کلن پلان په موده کښی به هر کال په مالی بودجه کښی د ملی اقليتونو د اقتصادی انکشاف د پرمخبيولو دپاره د لسو مليونو ژن مين بی يوانو په اندازه خاصې پانګې وټاکل شی٠ د دغو خاصو پانګو په مرسته تر اوسه پوری د قومی علاقه داريو او کليو د اقتصادی انکشاف نهه څلويښت پروګرامونه ترسره شوی چه په نتيجه کښی د ملی اقليتونو د خلکو د توليد او ژوند زمينې ښې شوی او ډيرې ښې اقتصادی او ټولنيزې ګټې ورڅخه رامنځ ته شويدی٠

د لسم پنځه کلن پلان له تطبيق راهيسی د ملی اقليتونو علاقه دارۍ او کلی په پرله پسی توګه د کرنې جوړښت تنظيم او ښه کوی، په کوشش سره د ملی اقليتونو ځانګړی خصوصيت لرونکی اقتصاد ته انکشاف ورکوی او د صنائعو او خدمتی چارو د پرمختګ ګامونو ته چټکتيا ورکوی، نو له دی امله د ملی اقليتونو د بزګرو عائدات په ثابته توګه زياتيږی٠ د احصايی له مخی ، په ٢٠٠٣ کال کښی د بيجينګ ښار په پنځو قومی علاقه داريو کښی د هر تن په حساب د بزګرو منځنی عائدات پنځه زره شپږ سوه ژن مين بی يوانه ؤ او د وړم کال په نسبت په سلو کښی پنځلس اعشاريه اووه زيات شول او د يو سلو نهو قومی کليو د بزګرو منځنی عائدات شپږ زرو دری سوو شپيتو يوانو ته ورسيدل او د وړم کال په نسبت په سلو کښی شل زيات شول٠

د ملی اقليتونو بيلا بيلو علاقه داريو او کليو د خپل اقتصادی انکشاف د سويې د لوړولو دپاره د اساسی تاسيساتو ابادۍ ته پياوړتيا ورکړی چه زراعتی پټيو ته د اوبو ورکولو تاسيسات،سړکونه ، د کليوالو او ژويو د څښلو اوبو تاسيسات او د بريښنا ورکولو سيستم لا ښه شوی او په تيره بيا د منظره دارو ځايونو د خاصو سړکونو د ښه کيدو په اثر د قومی علاقه داريو او کليو د توريستی چارو انکشاف چټک شويدی ٠ کليوال وايی چه دغه خاص سړکونه د ملی اقليتونو د بډای کولو لارې دې ٠

د بيجينګ د ښار قومی علاقه داريو او کليو د بازاری غوښتنې له مخی په فعاله توګه د توليدی چارو جوړښت ته تنظيمات ورکړی ، د سبو، غوره ميوو او جوارو او د قيمتی چينی طبی بوټو << ژنشن >> د کرلو مساحت ته يی پراختيا ورکړی ، زياتې شيدی ورکوونکی غواګان، غوښې ورکوونکی غوايان ، چرګان او پسونه يی روزلی چه اوس قومی خصوصيت لرونکی کرنې او روزنې د ملی اقليتونو د علاقه داريو او کليو مهمې چارې او د بزګرو د عائداتو د زياتولو مهم منابع ګرځيدلی دی٠ په ٢٠٠٣ کال کښی د بيجينګ ښار د اطرافو له قومی علاقه داريو او کليو څخه نولس زره غوښې ورکوونکی غوايان او يو مليونه شپږ لکه پنځوس زره چرګان پلورل شوی او په جلا جلا توګه د ٢٠٠٢ کال په نسبت په سلو کی نولس او نهه ويشت اعشاريه نهه زياتوالی ښئی ، د شيدو توليدی اندازه يی اته لس زره دوه سوه تنه وه او د ٢٠٠٢ کال په نسبت په سلو کښی اته ويشت اعشاريه دوه زياته شوه ٠

د بيجينګ د اطرافو هغه قومی علاقه دارۍ او کلی چه ترافيکی اسانتياوې لری، له سيمه ايز تفوق څخه په استفادې سره د ملی اقليتونو د خصوصيت پر اساس په پر له پسی توګه کليوالی صنائعو او خدمتی چارو ته پراختيا ورکوی چه اوس د زراعتی او فرعی محصولاتو پراخ چمتو کول ، د فلمی او تلويزونی ډرامې د اخيستلو دپاره د خاصوڅراغونو جوړونه، په بيالوجيکی تخنيکونو سره د دواګانو توليدونه، د ساختمانی موادو جوړونه او د ملی اقليتونو د دودونو د ښودلو توريستی چاری د ځينو قومی علاقه داريو او کليو د اقتصاد د انکشاف دپاره ستر رول لوبوی٠ په ٢٠٠٣ کال کښی د قومی علاقه داريو د تصديو عمومی توليدی ارزښت او د ګټو عمومی اندازه په جلا جلا توګه د ٢٠٠٢ کال په نسبت په سلو کښی څلور اتيا او اته اتيا زياته شويده ،څرنګه چه په قومی کليو کښی ډير زيات کليوال په صنائعو او خدمتی چارو بوخت دی او په زياتو قومی علاقه داريو او کليو کښی د قومی دودونو د ښودلو توريستی چارو انکشاف موندلی ، نو کليوالو ته يی ډيرې ښې اقتصادی ګټې رسولی دی ٠