ګرانو اوريدونکواودوستانو، د راډيو او انترنيت له لارې مونږ د چينی ژبې لوست په خاص پروګرام کی چين ته د سفر په هکله لومړنی برخه پای ته ورسوله او دوهمه برخه به هم تاسو ته درزده کړو . مګرتاسو ته د نويو محتوياتو د وړاندی کولو نه مخکی به مونږ په ګډه ځينی هغې مهمې جملې چه په نوموړی لومړنی برخه کی مو زده کړې وې ، يوځل بيا تکرارې کړواو بيا به په دی اساس يو اړوند امتحان ترسره ګړو. هيله ده چه تاسوبه په فعاله توګه پکی برخه واخلئ اوښه موفقيتونه به وګټئ .
Zher ge fang jian duoshao qian yi tian?
这个房间多少钱一天?
ددې کوټې د يوه شواروز کرايه څومره ده ؟
Yi bai er shi yuan ren min bi yi tian.
一百二十元人民币一天。
ددې کوټې ديوه شواروز کرايه يو سل شل ژن مين بي يوانه دي .
Zher you dianling, you shi, qing jiao wo.
这儿有电铃,有事, 请叫我。
برقی زنګ دلته دی ، که ضروری وی ، ما ته زنګ ووهه !
Dian hua zai zher .
电话在这儿。
تيلفون دلته پروت دی .
Dian hua haoma he fangjian haoma yi yang ma?
电话号码和房间号码一样吗?
ايا د تيلفون او کوټې نمبر يو دی ؟
Ni de dianhua haoma shi duoshao?
你的电话号码是多少?
ستا د تيلفون نمبر څو دی ؟
请问,洗手间在哪儿?
Qingwen ,Xi shou jian zai nar?
مهربانی وکړئ ،تشناب چيرته دی ؟
درنو اوريدونکو او دوستانو ، د چينې ژبی نننی لوست په همدی ځای پای ته ورسيد او په راتلونکی لوست کی به نورې مهمی جملې هم تکرارې کړو . هيله ده چه تاسوبه د بلی پنجشنبې په ورځ پر وخت د راډيوګانو ترڅنګه کينئ يا له بلې جمعې نه به د انترنيت له لاری په دقت سره يی واورئ . دغه شان ستاسو څخه هيله کوو چه د چينی ژبی لوست د پروګرام په باره کی ګټور پيشنهادونه او مشخص نظريات وړاندی کړئ ترڅو مونږ د خپل توان په اندازه د چينی ژبی د لوست په بهير کی تاسو ته لازياتی اوګټورې مرستې برابرې کړو . مننه !