ګرانو اوريدونکو- د څه دپاسه ٥٠ کالو راهيسی د چين د اقتصاد چټګ پرمختګ د نړيوالو توجه ځانته راجلبه کړی ده ٠ په عين وخت کښی اقتصادی انکشاف يی هم د هيواد د نورو ساحو د ترقۍ دپاره ښه بنسټ ايښودلی دی٠ د نوی چين د جوړيدو د ٥٥ می کاليزی په وياړد معلوماتی مسابقی په هکله په دی خپرونه کښی به مونږ تاسو ته تر دی عنوان لاندی چه د چين اقتصاد د دوامدار پرمختګ په حال کښی دی يو مضمون وړاندی کړو ٠
٥٥ کاله مخکښی د نوی چين ابادی په ډيرو سختو حالاتو کښی پيل شوه ٠ په هغه وخت کښی د هيواد صنعتی بنسټ ضعيف ، زراعتی توليدات يی خورا کم او مالونه يی ډير لږ ؤ ٠ د چين د ولسی جمهوريت د جوړيدو په لومړيو ٣٠ کالو کښی زمونږ هيواد اساساٌ په شوروی شکل د عالی دولتی پلانيز اقتصاد د نظام سره سم اباديده ٠ په دی موده کښی چين نسبتاٌ لوي انکشاف ترلاسه کړ او د خلکو د ژوندانه سويه يی هم په يوی اندازی سره اوچته شوی وه ٠د تيری پيړۍ د ٧ می لسيزی په پای کښی چين د اقتصادی وړاندی تګ په بهير کښی له خورا لويو خنډونو سره مخامخ شوی ٠ ځکه نو د چين مشرانو له بيخه د خپلو اقتصادی نظامونو په اصلاحاتو لاس پوری کړ او د بينالمللی اوضاعو په ښه کيدو سره چين هم په سرعت سره د اقتصادی ورخلاصون په بنسټ د هر اړخيز ورخلاصون د ترسره کولو دپاره هلی ځلی وکړی ٠
د اصلاحاتو او ورخلاصون له برکته د چين اقتصاد فوق العاده تازه او ژوندی قوت
ترلاسه کړی او ګړندی پرمختګ يی موندلی دی٠ د چين د دولتی احصائی د رياست د ارقامو له مخی د ١٩٧٨ م کال نه تر ٢٠٠٣ م کاله پوری په دی ٢٥ کالو کښی د چين د اقتصادی پرمختګ کلنی زياتوالی په سلو کښی د ٩ نه اوښتی ؤ ٠
د مسلسلو څو کالو اقتصادی انکشاف د چين د حکومت دپاره د خلکو د ژوندانه سويی د اوچتولو بنسټ ايښودلی دی ٠ په څه دپاسه ٢٠ کالو کښی د چين حکومت هغه ٢ سوه مليونه تنه خلک چه د خوراکو او پوښاکو په ستونزو کښی لويئدلی ؤ له غربت او بی وزليتوب څخه بچ کړی دی ٠