<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-15 17:54:39    
د چين اقتصاد د دوامدار انکشاف په حال کښی دی٢

cri
د چين اقتصادی پرمختګ د نړۍ د ځينو اقتصادی پوهانو له خوا وستايل شو ٠ د نوبل د اقتصادی علومو جايزه ګټونکی او د امريکی پروفيسر لاورينس کليېن د چين د اقتصادی پرمختګ په باب داسی وويل –( اواز )

که تاسی چين ته لاړشی او په سړکونو کښی د خلکو د ژوندانه لوی بدلون ووينی نو تاسی به د چين د اقتصاد دچټک زياتوالی پر حقيقت باندی خپل باور پوره ټينګ کړی ٠

د اقتصادی پرمختګ په بهير کښی د چين اقتصاد له نړيوال اقتصاد سره ورځ په ورځ ښه تړل شوی دی ٠ په ٢٠٠١ م کال کښی چين په نړيوال تجارتی سازمان کښی ګډون کړی او اوس د جنوب ختيځی اسيا د هيوادو د اتحاد سره د ازادو تجارتی سيمود جوړيدو په باب يی خبری اتری کړی او په عين حال کښی يی په قوی او فعاله توګه له امريکی او اروپايی اتحاد په شمول اقتصادی سازمانونو سره ٢ اړخيزی او څو اړخيزی اقتصادی همکارۍ کړی او کوی يی ٠

په داسی حال کښی د چين مشرانو څو څو واره وويل چه چين به په دوامداره توګه

خپل بازارونه نړۍ ته خلاص کړی ٠ لږه موده مخکښی د چين د صدراعظم مرستيالی وو ايی په يوه بينالمللی اقتصادی غونډه کښی دا ژمنه وکړه ( اواز ) :

د خپل ورخلاصون پراختيا د چين د حکومت دايمی پاليسی ده چه د اوږدی مودی دپاره ور باندی ټينګار شوی دی ٠ چين به په هراړخيزه توګه د ورخلاصون سويه نوره هم اوچته کړی ، ګام په ګامه به د غيرګمرکی مالياتو په باب تدبيرونه لغوه کړی او د خارجی سوداګرانو له خوا د پانګی اچونی ساحه به پراخه کړی ٠

د چين د اقتصاد اود نړۍ د اقتصاد تر منځ د اړيکو په باب يو شمير اقتصاد پوهانو وويل چه د چين اقتصادی پرمختګ د نړۍ د اقتصاد د سمسورتيا او ترقۍ دپاره ګټه لری ٠ د چين د اجتماعی علومو د اکاډمی د نړيوال اقتصاد او سياست د انسټيټيوټ ډاکټر هه فان دا نظريه څرګنده کړه – ( اواز ) – له عمومی نظره د چين پرمختګ د ګردی ځمکنی کری د اقتصاد دپاره مثبت رول لوبولی دی ٠ له يوی خوا د چين ترقی پرمختللو هيوادونو ته د پانګی اچونی ښه ميدان وړاندی کړی او له بلی خوا يی په حقيقت کښی د شاوخواؤ پرمختيايی هيوادو نو دپاره لا زيات فرصتونه برابر کړی دی ٠

ګرانو اوريدونکو – تاسی همدااوس د٥٥ کالو راهيسی دچين د اقتصادی پرمختګ په باب يو مضمون واوريد٠ اوس به ٢ پوښتنی وړاندی کړو :

لومړی – له ١٩٧٨ م کال نه تر ٢٠٠٣ م کاله پوری د چين کلنی اقتصادی پرمختګ په منځنی توګه په سلو کښی څو زياتوالی موندلی دی ؟

دوهمه دا چه په دی څه دپاسه شلو کالو کی د چين حکومت څومره وګړی له غربت او بی وزليتوب نه بچ کړی دی ؟