<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-15 20:23:24    
د امريکې مځکنی قوا اعلام وکړ چه د هغه هيواد اته ويشت تنه پوځيان د دوو تنو افغانی بنديانو د ځوريدو او مړه کيدو له پيښې سره اړيکی لری

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د امريکې مځکنی قوا د اکتوبر په ١٤ نيټه اعلام وکړ چه تحقيقات کوونکو د هغې پيښې تحقيقات ترسره کړيدی کوم چه د افغانستان دوه تنه بنديان د امريکايی پوځ لخوا د بندی کيدو په موده کښی مړه شول ٠ د تحقيقاتو له لاری معلومه شوی چه امکان شته چه د امريکې اته ويشت تنه پوځيان د نوموړو دوو افغانی بنديانو له مړينې سره اړيکی لری٠ امريکه به د دغو پوځيانو د جرم له مخی دوی ته سزا ورکړی ٠

د امريکې د مطبوعاتی ذرائعو د خبر له مخی، د ٢٠٠٢ کال په دسمبر کښی دوه تنه افغانی بنديان د امريکايی عسکرو لخوا د وهلو او ځورولو په اثر مړه شول، خو تر اوسه پوری يوازی پر يوه امريکايی عسکر باندی قانونی شکايت شويدی ٠