<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-17 17:15:37    
د چين د نيتينګل نشان اخيستونکي نرسه سو يا سيانګ

cri

فلوژينس نيتينګل د برتانيي يوه نرسه او د پرستاري پيژندنې موسسه وه ٠ د نيتينګل نشان د نرسانو د ستاينې لپاره د سره صليب د بينالمللي کميټـي له خوا د وياړنی تر ټولو نه ستره ستاينه ده ٠ د هغه وخت راهيسي چه چين د لومړي ځل لپاره د نيتينګل نشان د اخيستونکو په ٢٩ م انتخابي فعاليت کي ګډون کړي ، ٣٨ تنو چيني نرسانو دغه خاص وياړ اخيستي دی ٠

نرسه سو ياسيانګ د چين د ګوي جو ولايت د ولسي روغتون د پرستاري د څانګې پخواني رييسه وه ٠ په ١٩٦٢ کال کي ١٧ کلنه سو يا سيانګ له نهم ټولګي نه فارغه شوه او بي له ډيره فکره يي د ګوي يان ښار د طبي ښوونځي د نرسانو په صنف کي زده کړه پيل کړه ٠ هغې زما د ارزو په عنوان يوه مقاله کي داسي وليکل چه زه به د نيتينګل په شان د ناروغانو په کوټو کي کار وکړم چه دا زما تر ټولو نه لوړه هيله ده ٠

٤١ کاله وروسته يعني د تيرکال د اګيست په ٥ مه نيټه سويا سيانګ بالاخره خپله هيله تر سره کړه او د بينالمللي پرستاري د حلقې عالي وياړ يعني د ٣٩ مې دورې د نيتينګل نشان يي واخيست ٠

د سو يا سيانګ همکارانو وويل چه سو يا سيانګ زمونږ په څانګه کي نيتينګل ده او د سو يا سيانګ ناروغانو وويل چه رييسه سو زمونږ د کست په لوړه سيمه کي د پرستاري ښاپيرۍ ده ٠

په ١٩٦٥ کال کي ، پيغله سو يا سانګ په غوره درسي موفقيتونو سره د ګوي يان د طبي ښوونځي د نرسانو له صنف نه فارغه شوه او د ګوي جو ولايت د ولسي روغتون د ماشومانو په څانګه کي يي په کار پيل وکړ ٠ د ژمي په يوه يخه ورځ کي د

يو پلار او مور له خوا غورځول شوي ماشوم روغتون ته وسپارل شو ، سو يا سيانګ دغه ماشوم په خپل غيږ کي کلک ونيوه او په خپل بدني حرارت يي د ماشوم کنګل شوي وجود ګرم کړ٠ ماشوم کانګي وکړي ، هغې د دسمال په واسطه نوموړي کانګي ځل په ځله پاکولي او ځل په ځله يي د خپلې خولې په واسطه د ماشوم له خولې نه بلغم ليري کاوه او بالاخره يي دغه ماشوم له مرګ نه بچ کړ٠

د هغې له خوا په پرستاري شويو ناروغانو کي يوه اميدواره ښځه وه او د سوځيدنې په اثر د زخمي شويو پوستکو ساحه يي په سلو کي ٦٨ ته ورسيده ٠ هغه وخت له ډيرو ګرمو ورځو سره مصادف و ٠ خو سو يا سيانګ ددې ښځې له بدني ککړتيا او بدبوي نه و نه ويريده او ددې خاصې ناروغی د ښه پرستاري کولو لپاره يي هره ورځ د څه د پاسه درو ساتونو په موده کي د قطره چکان په واسطه د اوميدواری ښځې د شونډو درز ته چه د سوځيدنې په اثر کږليچي شوي وې يو څاڅکي يو څاڅکي ترکيب شوي مغذي شربت ور کړ ٠ د څه د پاسه سلو ورځو د دقيقې پرستاري له لارې ، دغې اميدواری ښځې د څه د پاسه ٤ کيلوګرامو په وزن يوه لور وزيږوله ٠ په هغه وخت کي د سو يا سيانګ له سترګو نه د خوشحالې اوښکی روانې شوې ٠

د ښو مهارتونو د لرلو لپاره سو يا سانګ سخت تمرين کړي او څوځله يي له نورو نرسانو سره يو ځای تر نيمې شپې پوري د مړو د ايښودلو په کوټه کي تمرينونه وکړل ٠ دغه راز به يي د شپې له خوا تر څراغ لاندی په خپلو هڅو سره د ناروغانو د تشخيص او علاج کولو په بهير کي تر لاسه شوي تجربي او مهارتونه په کتا بچو کي ليکل ٠ په څه د پاسه لسو کتابچو کي ددې هغه قيمتي تجربي ثبتې شوي چه د ناروغانو د تشخيص او علاج کولو په بهير کي يي راټولې کړيدي او د پرستاري د کار په باب ددې څه د پاسه ٣٠ مقالې په بيلا بيلو مجلو کي نشرې شويدي ٠ سويا سيانګ د پرستاري له کار سره ډيره مينه لري او له دې امله يي دوه ځله هغه فرصت له لاسه ور کړي چه د يوې ډاکترې په حيث وګرځي ٠

په ١٩٩٧ کال کي سو يا سيانګ د ګوي جو په ولايت کي اول له خارج څخه د کلي پرستاري په باب مترقي معيار راجلب کړي او د ناروغانو د خدمت په مرکزيت هغه مفکوره يي چه د روحيي او فيزيولوژۍ په شمول زياتو برخو کي د ناروغانو خدمت کوي مروجه کړيده٠ دغه معيار په ولسي روغتون او د ولايت په نورو روغتونونو کي خپور او استعمال شوي چه له دي برکته په دی ولايت کي د پرستاري عنعنوي معيار د انساني کيدو، عمومي کيدو او بينالمللي کيدو خوا ته روان شويد ی٠

په دی وروستيو کلونو کي هغې د پوهنتونونو د پرستاري په څانګه او طبي ښوونځيو کي د درس ور کولو وظيفه په غاړه اخيستي او څرنګه چه هغه د درس ور کولو په وخت کي تيوري له عمل څخه جلا نه کوي ، نو د زده کوونکو له خوا يي تود هرکلی وشو ٠

د ٣٨ کالو د پرستاري کولو په کار کي سو يا سيانګ ډير وياړونه تر لاسه کړيدي ٠ اوس ٥٨ کلنه سو يا سيانګ د ګوي جو ولايت د پرستاري د شورا رييسه ده او په مداومه توګه د درس ور کولو نه علاوه ، د پرستاري د لارښوونې په عنوان د يوه کتاب د ليکلو دنده هم په غاړه لري ٠ هغه ټينګه اراده لري چه د پرستاري د چارو لپاره تر وروستي سلګي پوري مبارزه وکړي ٠