<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-21 17:52:46    
د روژې د مباريکې مياشتی لومړی ورځ

cri
اوس د روژې مياشت ده او د چين مسلمانان د ټولې نړۍ د مسلمانانو په شان د روژې نيولو مقدسه فريضه اداء کوی٠ زمونږ د پښتو څانګې خبريال د راپورتاژ دپاره د روژې د مياشتې په لومړی ورځ د چين د مرکز بيجينګ د نان سياو پو جومات ته ورغلی ؤ ٠ د غرمې په يوه بجه د اذان د اواز په پورته کيدو سره ډير زيات مسلمانان د ماسپښين د لمونځ دپاره د نان سيا پو جومات ته ننوتل٠ څرنګه چه دا جومات د بيجينګ په ختيځه برخه کښی د بهرنيو هيوادونو د سفارتونو په سيمه کښی پروت دی، نو د لمونځ کوونکو په جمله کښی د يو شمير اسلامی هيوادونو ديپلوماتان هم شامل وو٠ په چين کښی د هوۍ، ويغور،قزاق، تاجيک،ازبک،تاتار،قرغز، دونګ سيانګ، باو ان او سالار لسو قومونو څه نا څه شل ميلونه خلک د اسلام پر مبارک دين باندی عقيده لری او څه دپاسه شل زره جوماتونه شته چه له دې جملې څخه د بيجينګ د نان سيا پو جومات يو مشهور او لرغونی مسجد ګڼل کيږی چه څه دپاسه دری سوه اويا کلن تاريخ لری٠ د دی جومات امام احمد جانګ وان چون له لمونځ نه وروسته له خبريال سره مرکه وکړه او ويی ويل چه د روژې د مياشتې د رارسيدو په وخت کښی زه د چين د مسلمانانو په نماينده ګۍ د افغانستان او پاکستان مسلمانو وروڼو ته صميمی مبارکی او سلامونه وايم او له خدای څخه غوښتنه کوم چه افغانستان او پاکستان ته سوله او د دغو دوو هيوادونو خلکو ته نيکمرغۍ وروبخښی٠ هغه وويل چه افغانستان او پاکستان د چين دوست ګاونډی هيوادونه دی، د چين مسلمانان د افغانستان او پاکستان له مسلمانو وروڼو سره ډيره ژوره دوستۍ او صميمی احساسات لری ، مونږ هيله لرو چه د دغو هيوادونو خلک د خپلو هيوادونو د ابادۍ په بهير کښی ستر برياليتونه ترلاسه کړی٠ امام احمد جانګ وان چون د زياتو مذهبی پوهنو خاوند دی او په مسلمانانو کښی لوړ حيثيت لری، هغه د خپلې ودې او پوهې د ترلاسه کولو له امله د چين د حکومت روښانه قومی او مذهبی پاليسی وستايله ٠ ده وويل چه زما پلار هم امام و، ما په کوچنيتوب کښی له هغه نه د قران کريم په تلاوت کولو او د اسلام د مبارک دين د ارشاداتو په زده کولو پيل وکړ٠ د بيجينګ د بيلا بيلو جوماتونو دپاره د ځوانو امامانو د روزلو په غرض د بيجينګ د ښاروالی او اسلامی ټولنې په پاملرنه د شملې پيړۍ د اتمې لسيزې په پيل کښی د بيجينګ د اسلامی علومو پوهنځی جوړ شو، زه ډير نيکمرغه وم چه په ١٩٨٢ کال کښی زه د ازموينې ورکولو له لاری په دی پوهنځی کښی داخل شوم، پنځه کاله وروسته له دی پوهنځی څخه فارع شوم او د نان سيا پو په جومات کښی می د امام دنده په غاړه واخيستله، د خپلو مذهبی پوهنو د زياتولو او د لوړو تحصيلاتو د ترلاسه کولو دپاره زه د چين د حکومت او اسلامی ټولنې په مرسته د عربی اماراتو اتحاد ته لاړم او هيلته می د څلورو کالو دپاره زده کړه وکړه٠ زه زما د پلار او خپل ځان له تجربو څخه په ښه شان سره دا احساسوم چه د چين د بيلا بيلو درجو حکومتونه د مذهبی عقيدی ډير درناوی کوی او د مسلمانانو د مذهبی ژوند ډيره پاملرنه کوی، دا چه زه له يوه معمولی مسلمان هلک څخه زياتی مذهبی پوهنې لرونکی امام ګرځيدلی يم او د مسلمانانو لخوا می پوره درناوی کيږی ، د چين د حکومت د روښانه مذهبی پاليسی د تطبيق نتيجه ده٠ هغه خبريال ته وويل : لکه څنګه چه تاسو وليدل ، دومره زيات چينی مسلمانان زمونږ په جومات کښی د روژې مياشتې په لومړی ورځی لمونځ اداء کوی او د دوی په جمله کښی هم زاړه کسان او هم ځوانان شامل دی، له دی څخه په پوره توګه څرګنديږی چه په چين کښی د مذهبی عقيدې پوره ازادی شته ٠ ورپسی د نان سيا پو د جومات د اداره کولو د ګروپ مسئول ابراهيم لی سيانګ يوان هم له خبريال سره مرکه وکړه او داسی واقعيت يی تائيد کړ چه د چين د بيلا بيلو درجو حکومتونه د مذهبی فعاليتونو د ځايونو ساتنې ته ډير اهميت ورکوی٠ هغه وويل چه زمونږ دا جومات يو لرغونی جومات دی او د بيجينګ تجارتی سيمې ته نژدی دی، د بيجينګ ښاروالی تجارتی چارو ته د انکشاف ورکولو په عين وخت کښی هم په ډير ښه شان سره دا جومات ساتلی او د زياتو پيسو په مصرفولو سره يی هغه ترميم کړی دی چه د شاوخوا سيمې د مسلمانانو د مذهبی ژوند دپاره ډيره ښه زمينه برابره شويده٠ د دې جومات د شاوخوا چاپيريال د ښه کولودپاره د حکومت د مربوطو څانګو مسئولين کله نا کله زمونږ د جومات د امامانو او کارکوونکو پيشنهادونه او نظرونه اووری، د روژې د مياشتې د رارسيدو نه مخکښی دوی يو ځل بيا د جومات د چاپريال معاينه وکړه او مربوطو څانګو ته يی هدايت ورکړ چه بايد د روژې په مياشت کښی د مسلمانانو د عادی مذهبی ژوند د تامينولو دپاره لا زيات کوششونه وکړی٠ مونږ د زړه له کومی له ولسی حکومت څخه مننه کوو ٠