ګرانو اوريدونکواودوستانو، د راډيو او انترنيت له لارې مونږ د چينی ژبې لوست په خاص پروګرام کی چين ته د سفر په هکله لومړنی برخه پای ته ورسوله او دوهمه برخه به هم تاسو ته درزده کړو . مګرتاسو ته د نويو محتوياتو د وړاندی کولو نه مخکی به مونږ په ګډه ځينی هغې مهمې جملې چه په نوموړی لومړنی برخه کی مو زده کړې وې ، يوځل بيا تکرارې کړواو بيا به په دی اساس يو اړوند امتحان ترسره ګړو. هيله ده چه تاسوبه په فعاله توګه پکی برخه واخلئ اوښه موفقيتونه به وګټئ .
ګران اوريدونکو ، مهربانی وکړئ چه لاندنی مهمی چينی جملی يو ځل بيا ولولئ
请问,餐厅在哪儿?
Qingwen ,Canting zai nar?
مهربانی وکړئ ،د خوراک سالون چيرته دی ؟
餐厅在一楼。
Can ting zai yi lou ?
د خوراک سالون په لومړی پوړ کی دی .
请问,小卖部在哪儿?
Qingwen ,Xiaomaibu zai nar?
مهربانی وکړئ ،مغازه چيرته ده ؟
小卖部也在一层
Xiao mai bu ye zai yi ceng.
مغازه په لومړي پوړ کی هم شته .
请问,饭店里有银行代办所吗?
Qingwen ,Fan dian li you yinhang daibansuo ma ?
مهربانی وکړئ ،ايا په هوټل کی د بانک څانګه شته ؟
有。在大楼的东侧。
You. Zai da lou de dong ce .
شته، هغه ددې لويې ودانۍ په ختيځ اړخ کی پرته ده .
饭店里有邮局吗?
Fan dian li you youjv ma ?
په هو ټل کی پوسته خانه شته ؟
也有,就在银行代办所的旁边。
Ye you , jiuzai yinhang daibansuo de pangbian .
هو هم شته ، د بانکی څانګې تر څنګه پرته ده .
好好休息吧!
Hao- hao xiuxi ba !
ښه دمه وکه !
好。谢谢你!
درنو اوريدونکو او دوستانو ، د چينې ژبی نننی لوست په همدی ځای پای ته ورسيد او په راتلونکی لوست کی به نورې مهمی جملې هم تکرارې کړو . هيله ده چه تاسوبه د بلی پنجشنبې په ورځ پر وخت د راډيوګانو ترڅنګه کينئ يا له بلې جمعې نه به د انترنيت له لاری په دقت سره يی واورئ . دغه شان ستاسو څخه هيله کوو چه د چينی ژبی لوست د پروګرام په باره کی ګټور پيشنهادونه او مشخص نظريات وړاندی کړئ ترڅو مونږ د خپل توان په اندازه د چينی ژبی د لوست په بهير کی تاسو ته لازياتی اوګټورې مرستې برابرې کړو . ډيره مننه !