رمز – وانګ جانی ! دا دی د راتلونکی راډيويی سيالۍ دوهم مضمون مو هم خپور کړ ، هيله ده چه اوريدونکو په دقت سره اوريدلی وی ٠ او د دريم او څلورم مضمون له خپريدو سره سم بايد ګران اوريدونکی زمونږ خپرو شويو پوښتنو ته ځوابونه وليکی او د سيالۍ د وروستی نيټی نه دمخه يعنی د اګسټ د مياشتی نه د نوامبر تر پايه پوری يی مونږ ته راواستوۍ ، ترڅو يی نومونه په قرعه کشۍ يا پچه اچولو کښی شامل شی او بختور اوريدونکی ور څخه وټاکل شي ٠
وانګ – مونږ هيله کوو چه ګران اوردونکی په دی سيالی کښی فعاله برخه واخلی او پوره کاميابی ترلاسه کړی ٠ اوس به تاسی يوه پښتو سندره واورۍ
------- سندره ---------
رمز – ګرانو اوريدونکو – اوس د مونږ او اوريدونکی خپرونه په همدی ځای پای ته ورسيده ٠ مونږ يو وار بيا هيله کوو چه ګران اوريدونکی په دی سيالی کښی پوره کاميابی ترلاسه کړی ٠ ستاسو د کاميابی او خوشحالۍ په هيله ٠