د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د پاکستان د داون د ورځپاڼې د ٢٦ نيټې د خبر له مخی ، د پاکستان جمهوررييس مشرف د اکتوبر په ٢٥ نيټه دکشمير د مسئلې د حل وفصل په هکله نوی تجويزونه وړاندی کړې او غوښتنه يی وکړه چه په دی هکله د ټولو هيوادوالو په ګډون بحثونه وشی .
خبر وايی چه مشرف په همدی ورځ ماښام په اسلام اباد کی له خبريالانو سره د مرکی په ترڅ کی وويل ، د کشمير واقعی حالت د منلو وړ نه دی او داچه د پاکستان او هند ترمنځ موجوده کنترولی کرښه په دايمی پولی بدل کړی شی ، د دواړو هيوادونو د کشالی د ليری کولو طريقه هم نه ده . نو په دی وجه مشرف دا پيشنهاد وکړ چه تر هر څه لومړی بايد په کشمير کی متنازع فيه سيمی وټاکل شی ، بيا به په دغو سيمو کی غير نظامی کيدل ترسره شی او اوسنی حالت يی بدل کړی شی او په پای کی به د دواړو خواوو ترمنځ د اختلافونو د ليری کولو لپاره عملی کيدونکی لاری چاری ولټول شی .نوموړی سيمی بايد د پاکستان او هند ترګډ کنترو ل لاندی راشی او هم کيدای شی چه م م به د اختلافونو د ليري کولو په بهير کی رول ولوبوی .