د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی د اکتوبر په ٢٦مه نيټه د هند د خارجه وزارت نطاق سارنه دا څرګنده کړه چی بايد په هراړخيزه توګه د هند او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو له لارې د کشمير د مسئلې د حل و فصل دپاره سلا مشوره وکړی.
د اکتوبر په ٢٥ مه نيټه د پاکستان جمهور رئيس مشرف د کشمير د مسئلې د حل و فصل دپاره نوی لاری چاری وړاندی کړې او غوښتنه يی وکړه چی د پاکستان په ټول هېواد کی د نوموړی مسئلې په باب لويه مباحثه تر سره شی.
د اکتوبر په ٢٦ مه نيټه ماښام سارنه وويل چی د کشمير مسئله د هند او پاکستان ترمنځ د هراړخيزو خبرو اترو د اعاده کېدو په بهير کی يوه مهمه موضوع ده. د هند په نظر د کشمير د مسئلې د حل و فصل دپاره هر پيشنهاد او وړانديز بايد د هند او پاکستان له خوا په مربوطی موقع کی تر بحث لاندی راوستل شی، نه دا چی ور باندی مباحثه وشی.