<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-28 17:36:43    
ٌ لاو سون جيا ٌ-- يو مشهور لرغونی اسلامی رستوران

cri

د شمال لويديځ چين په لرغونی ښار سی ان کښی د ٌ لاو سون جيا ٌ په نامه يو مشهور هوټل شته چه له اسلامی رستوران او ميلمستون څخه عبارت دی٠

د ٌ لاو سون جيا ٌ رستوران په ١٨٩٨ کال کښی جوړ شو او په عمده توګه هغه اسلامی خوراکونه پخوی چه د چين د لويديځې سيمې ځانګړی خصوصيت لری٠ دا رستوران په ١٩٩٣ کال کښی د چين د کورنی تجارت د وزارت لخوا ٌ د چين د لرغونی او عنعنوی رستوران ٌ په حيث وپيژندل شو ، په ٢٠٠١ او ٢٠٠٢ کلونو کښی يی د مسلسلو دوو ځلو دپاره د چين په سلو تکړه رستورانونو کښی ځای ونيوه او د چين د اشپزۍ د ټولنې لخوا ٌ د چين د مشهور رستوران ٌ لقب ورته ورکړل شو٠ په ٢٠٠٣ کال کښی دا رستوران << د پنځو ٌ ایٌ په درجه د چين شين رنګه رستوران >> لقب ترلاسه کړيدی٠ اوس د سی ان په ښار کښی د چين د لومړی امپراطور د هديرې د عسکرو او اسونو له مجسمو څخه ليدنې کتنې کول، د ٌ لاو سون جيا ٌ د رستوران د خوندورو خوراکونو خوړل او د ٌلاو سون جيا ٌ د هوټل په ميلمستون کښی د شپی تيرول د چينی او خارجی توريستانو دپاره د خوښی وړ پروګرامونه ګڼل کيږی ٠

د لاو سون جيا رستوران تل پر دغه اصولو باندی ټينکار کوی چه د تجارتی اخلاق او ځانګړی ښيګڼی په وسيله خپل رستوران ابادوی، د ځانګړو خوراکونو په وسيله خپل تجارت ته سمسورتيا ورکوی او د خوراکونو د غوره کيفيت په وسيله مشتريان راجلبوی٠ نو په دی اثر دی رستوران په چټکه توګه پراختيا موندلې ده ٠

په١٩٩٦ کال کی د لاو سون جيا رستوران د سی ان د ښار د يوې هغې لويې ودانی په ملحقولو سره چه ساختمانی مساحت يی څه دپاسه ديرشو زرو مربع مترو ته رسيږی ، د چين د لويديځې سيمې د قومی خوراکونو فرعی رستوران جوړ کړيدی چه هره ورځ ډير زيات ميلمانه او مشتريان راجلبوی٠

له سی ان څخه د ورخلاصی ښار د ابادولو له غوښتنې سره د مطابقت او د بيلا بيلو هيوادونو هغو سوداګرو او ميلمنو ته د لا ښو خدمتونو د ترسره کولو دپاره کوم چه د پانګې اچونې او تجارتی خبرواترو دپاره دی ښار ته راغلی، د لاو سون جيا رستوران په ١٩٩٧ کال کښی يوه نوی ودانی اخيستې او د خارجی هيوادونو د دودونو له مخی يی د ودانۍ بيلا بيلې کوټې او تالارونه ښکلی کړيدی٠ دغه راز د دې ودانۍ پردوولسو خاصو کوټو باندی د خارجی هيوادونو د هغو ښارونو نومونه اچول شويدی کوم چه د سی ان له ښار سره يی د دوستانه ښارونو روابط قايم کړيدی٠ د دغو خاصو کوټو د تزئين شکلونه هم د نوموړو خارجی ښارونو له دودونو سره سمون خوری او که توريستان پکښی ډوډۍ وخوری، نو داسی فکر کوی چه په يوه بل هيواد کښی ناست دی٠

د لاو سون جيا رستوران پرته د توريستانو دپاره د خوندورو او د لوړی بيې د خوراکونو له برابرولو څخه د ښاريانو دپاره معمولی خوراکونه هم برابروی او د قومی خوراکونو کلتور د خارجی هيوادونو د معمولی او ساده خوراکونو له کلتور سره يوځای کوی چه د سی ان په ښار کښی يی د ساده خوراکونو لومړی لړيز رستوران جوړ کړی چه اوسيدونکو ته يی اسانتياوې برابرې شويدی٠

دغه راز دی رستوران د خپلو عمده وو چارو د ښه انکشاف په عين وخت کښی د خوراکی شيانو د چمتو کولو په برخه کښی هم زيات کوششونه کړی او د بين المللی مترقی توليدی تجهيزاتو او پلورونکو طريقو په اخيستلو سره يی ٌ د سی ان ښار د لاو سون جيا د خوراکونو د علمی څيړنې فرعی شرکت ٌ جوړ کړيدی چه په نتيجه کښی دعنعنوی قومی خوراکونو پخيدل او چمتو کيدل صنعتی شوی او کيفيت او خوند يی هم ډير ښه شويدی٠ د دی رستوران ٌ د پسه د پښو کباب ٌ او ٌ د غوايانو او پسونو دود وهلی غوښو ٌ چه په ځانګړو طريقو سره چمتو شوی، د ټول چين د ډيرو غوره خوراکونو په حيث جائزه ترلاسه کړی او نور څو خوراکونه يی هم د چين د وتلو خواړو په حيث ټاکل شويدی٠ اوس هره ورځ ډير زيات مشتريان دغه خواړه اخلی او ځينی خوراکونه يی د چين په نورو ځايونو کښی هم تود بازار لری٠

نن سبا د لاو سون جيا هوټل د سی ان په ښار کښی شپږ فرعی رستورانونه او شرکتونه او د درو ستورو په درجه يو ميلمستون لری او د بيجينګ او وروموچۍ په شمول د چين په نورو څو ښارونو کښی يی نهه لړيز رستورانونه هم جوړ کړيدی٠