<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-29 11:32:29    
د م م دري تنه کارکوونکی په کابل کی وتښتول شول

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د م م هغه دري تنه کارکوونکی چه د افغانستان د لومړنی عمومی انتخاباتو سره يی مرسته کوله ، د اکتوبر په ٢٨ نيټه په کابل کی د يو شمير وسله والو عناصرو لخوا وتښتول شول او ورپسی هغه وسله وال سازمان چه ځان  يی د مسلمانانو اردو وباله ، د نوموړی پيښی په مقابل کی خپل مسئوليت اعلان کړ . له دی امله چه د طالبانو د رژيم د نسکوريدو نه وروسته په افغانستان کی د خارجيانو د تښتول کيدو پيښه نه وه شوې ،اوس د ورځی لخوا په کابل کی نوموړی پيښه وشوه ، نود نړيوالو په زړونو کی دا ويره او انديښنه راپيدا کيږی چه ايأ په عراق کی د يرغمالو د تښتولو مخ په زياتيدونکی پيښی به په افغانستان کی هم منځ ته راشی که نه ؟

د خبر له مخی ، نوموړی دري تنه تښتول شوی کارکوونکی په جلا جلاتوګه په برتانيی ، فليپين او د سيربيا او هيرځګوينا د کوسوو په ولايت پوری اړه لری چه په دی جمله کی دوه تنه ښځی دي .

د نوموړی پيښی د پيښيدو نه وروسته په لنډه موده کی هغه وسله وال سازمان چه ځان يی د مسلمانانو اردو وباله ، د نوموړی پيښی په مقابل کی خپل مسئوليت اعلان کړ . د دی سازمان د نطاق په قول ، د م م دغه دری تنه کارکوونکی له کابل څخه وړل شوی او د مسلمانانواردو د مشاورينو کميټه د دوی د سرنويشت په نسبت غونډه جوړوی . د خبر سره سم د مسلمانانو اردو له طالبانو څخه جلاشوی ډله ده اود قوماندان نوم يی ملا اسحق منځور دی .

د کتوونکو په نظر، دا خو د زياتی توجه وړ خبره ده چه د مسلمانانو اردو به څرنګه غوښتنه وړاندی کړی . ځکه چه په افغانستان کی دا د خارجيانو د تښتولو لومړنی پيښه ګڼله کيږی . که علت يی د پيسو په اخيستلو پوری اړه ولری ، نو نوموړی پيښه په اسانه توګه حليدای شی ، مګر که چيری دوی  په عراق کی د وسله والو عناصرو په شان کومه سياسی غوښتنه وړاندی کړی ، نو د پيښی حل وفصل به پيچلی او ګران شی .

د نوموړی پيښی په مقابل کی د طالبانو رويه د نړيوالو د انديښنی وړ ده . د طالبانو يوه نطاق وويل چه دوی د دغسی پيښی ستاينه کوی او هغه بريالی  کارکټي ، که دغه پيښه د طالبانو د غړو لخوا رامنځ ته شوی ، نو دوی به يا يرغمال ووژنی يا د يرغمالو په بدل کی د خپلو هغو همکارانو ازادی حاصله کړی کوم چه د کيوبا په ګوانتانامو کی د امريکايی فوځ په زندان کی پاتی لا تراوسه دی . ښکاره ده چه د طالبانو نوموړی رويه يوه ډيره خطرناکه علامه ده او امکان شته چه د خارجيانو تښتول به د دوی راتلونکی نوی تروريستی وسيله وګرځی .

په حقيقت کی د روانی مياشتی په سر کی په افغانستان کی د امريکی لوي سفارت دا اخطار ورکړ چه د عمومی انتخاباتو د پيل نه مخکی او وروسته به ممکنأ د خارجيانو د تښتولو پيښی رامنځ ته شی .

د کتوونکو په نظر ، د مسلمانانو د اردو د غړو د جوړښت له مخی دا په زور سره د پيسود لاس ته راوړلو لپاره يوه ساده پيښه نه ده ، ډير امکان شته چه تښتوونکی به سياسی شرايط وړاندی کړی . دغه راز د نوموړو درو تنو خارجيانو د تښتول کيدو د لږی مودی نه وروسته د مسلمانانو اردو مشر منځو ر د سپوږمی د تيلفون له لاری د الجزيری له تيلويزيونی سټيشن سره تيلفونی اړيکی ونيولی او اعلام يی وکړ چه د نوموړی پيښی په مقابل کی مسئوليت په غاړه واخلی چه دا په عراق کی د يرغمالو د تښتولو د پيښی له بهير سره ډيره مشابهت لری . نو له دی امله د اوسنيو حالاتو له نظره افغانستان د عراق د نوی کاپی د ګرځيدو احتمال لری او په افغانستان کی د بيلا بيلو هيوادونو کارکوونکی او افراد بايد د تښتول کيدود پيښو د مخنيوۍ په برخه کی هر وخت  خپل لوړ ويښتوب وساتی .