<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-29 17:39:07    
د سيالۍ دريم مضمون : د چين مختلف ملی اقليتونه د سيمه ايز خودمختاريت له نعمت څخه برخوردار دی ( ١ )

cri

ګرانو اوريدونکو- چين پرته د خان قوم نه نور ٥٥ ملی اقليتونه لری٠ د خان قوم نفوس د هيواد د يو مليارد او ٣ سوو مليونو تنو خلکوڅخه په سلو کښی ٩١ برخه نيسی او نوری ٩ برخی يی د ٥٥ ملی اقليتونو پوری اړه لری ٠ د نوی چين د جوړيدو د ٥٥ می کاليزی په هکله په دی خپرونه کښی به مونږ تاسو ته د چين د بيلا بيلو ملی اقليتونو د خلکو د ژوند او ترقۍ په باب څه معلومات وړاندی کړو٠
( اواز په تبتی ژبه) --تبتی قوم د چين د ٥٥ ملي اقليتونو څخه دی ٠ او دغه اواز چه تاسی همدااوس اوري ، د چين د تبت په خودمختاره سيمه کښی ثبت شوی دی ٠ که تاسی تبت ته لاړشی له راډيو څخه به د تبتی ژبی خپرونه واوريدلی شی او له تيليويزيون څخه به د تبتی ژبی پروګرام وکتلی شي ٠ کله چه تاسی په تبت کښی يوه مکتب ته لاړشی د شاګردانو له خوا په تبتی ژبه د کتاب لوستلو اواز مو غوږونو ته رسيږی او په سړکونو کښی په تبتی او ملی دوو ژبو ليکل شوی لوحی او تجارتی اعلانات تر سترګو کيږی ٠
په حقيقت کښی نه يوازی په تبت کښی بلکه د هيواد د ملی اقليتونو په نورو سيمو کښی هم داسی حالت ليدل کيږی او محلی خلک په خپله قومی ژبه سره خبری کوی ٠
د چين ولسی جمهويت د خپل تاسس د ٥٥ کالو راهيسی هميشه د ټولو قومونو د مساوات ، يووالی او ګډی سعادتمنی کولو پاليسی عملی کوی او د سيمه ايز خودمختاريت دنظام په عملی کولو سره يی دغه پاليسی په تطبيق کښی ښه تضمين
کړی ده ٠ چين د ولايت په درجه د هيواد په ٣٤ اداری سيمو کښی د مغول ، ويغور، خوی ، جوانګ او تبت په شمول د ملی اقليتونو ٥ خودمختاری سيمی ټاکلی دی ٠ اوس په چين کښی د ملی اقليتونو د خودمختارو سيمو خاوره د هيواد د عمومی خاورو څه دپاسه نيمه برخه نيسی ٠
د چين په اساسی قانون کښی ټاکل شوی دی چه چين د قومی چارو په ساحه کښی د سيمه ايزخودمختاريت نظام عملی کوی ٠ د تيری پيړی په ٨ مه لسيزه کښی چين د ملی اقليتونو دخودمختاريت په باب قانون تعيين کړ چه له دی برکته د سيمه ايز خودمختاريت په باب دغه نظام په قانونی شکل ټينګ شوی او محتويات يی هم لا زيات غنی شوی دی ٠
د ملی اقليتونو د سيمه ايز خودمختاريت په باب د نظام مهم او بنيادی ټکی دا دی چه د مرکزی حکومت تر واحدی لارښوونی لاندی د ملی اقليتونو په سيمو کښی خودمختار ارګانونه جوړيږی تر څو خودمختارصلاحيت ښه ترسره کړی شي ٠ د ملی اقليتونو د سيمه ايز خودمختاريت په باب قانون کښی په قانونی شکل دا تضمين شوی دی چه دغی قومی سيمی دسياست، اقتصاد ، قانون جوړونی او کلتوری ابادۍ په برخو کښی د خودمختاريت له نعمت څخه برخورداری دی ٠ په ٢٠٠١ کال کښی د چين تقنينی ارګان د ملی اقليتونو د سيمه ايز خودمختاريت په باب قانون ته تعديل ورکړ چه په دی وجه دسيمه ايز خودمختاريت د نظام حيثيت يی لوړ او د محتوياتو له لحاظه دغه قانون لا زيات بشپړ شوی دی ٠د چين د ملی اقليتونو د چارو د کميټی مامور ښاغلی وانګ پينګ په دی باب داسی وويل چه د ملی اقليتونو د سيمه ايز خودمختاريت په هکله تعديل شوی قانون کښی د خودمختاريت د نظام مقام لوړ
شوی دی چه په دی قانون کښی دغه نظام د هيواد د يوه بنيادی سياسی نظام په توګه وټاکل شو ٠ دوهمه دا چه د ملی اقليتونو په دغو سيمو کښی د حکومت ملاتړ او مرسته زياته او تقويه شوی ده ٠
سر بيره په دی د چين په اساسی قانون کښی د ملی اقليتونو مختلفو خودمختاروسيمو ته صلاحيت ورکړ شوی دی چه د خپل قومی او سيمه ايز خصوصياتو سره سم ځانګړی خودمختار مقررات وټاکی ٠او ددغو مقرراتو په رڼا کښی به د ملی اقليتونو خودمختاری سيمی وکولای شی چه دمحلی واقعاتوسره سم د هيواد دمربوطو قوانينو په تطبيق کښی ځينو مادو ته يی يو څه بدلون ورکړی ٠ د احصايې له مخی د چين د ملی اقليتونو په بيلابيلو خودمختاروسيمو کښی مشابه مقررات څه دپاسه ٤٨٠ ته رسيدلی دی ٠
دوهمه برخه -- د چين مختلف ملی اقليتونه د سيمه ايز خودمختاريت له نعمت څخه برخوردار دی ( ٢ )
شل ګونو کالو راهيسی د چين مرکزی حکومت د تل په شان په لوی قوت سره د ملی اقليتونو سيمه ايز اقتصاد او ټولنيزو چارو د پرمختګ ملاتړ کړی او پکښی يی له زرو ملياردو ژن مين بی يوانو نه زياتی پانګی اچولی دی ٠ په ٢٠٠٣ م کال کښی د چين د ملی اقليتونو د بيلا بيلو سيمو اقتصادی پرمختګ د تيرو کلونو په نسبت په سلو کښی ١٠ زياتوالی موندلی دی چه دغه شمير په مسلسلو څو کالو کښی د هيواد د منځنی سويې نه اوښتی دی ٠
د شينجيانګ د ويغوری قوم خودمختاره سيمه چه د هيواد په شمال لويديځ کښی واقع ده د اوسيدونکو اکثريت يی ويغوری خلک دی ٠ او پرته له ويغوری خلکو نه دڅه دپاسه لس نورو ملی اقليتونو خلک هم پکښی ورسره ګډ ژوند کوی ٠ په
٢٠٠٣ م کال کښی په دی سيمه کښی مالی عايدات په لويی پيمانی سره زيات شوی
دی ٠ ددی سيمی د حکومت ريئس ويغوری سړی اسماعل تيليوالدی په ويغوری ژبه خبريال ته وويل چه د شلو کالو راهيسی د شينجيانګ اقتصادی طاقت په پرله پسی توګه زيات شوی دی اوسپنيزی لاری ، هوايی کرښی او سړکونه هری خوا ته غزيږی ٠ د پوهنی ، علومو او تکنالوژی اوکلتور په شمول ټولنيزو چارو کښی د ليدووړ پرمختګ ترلاسه شوی دی ٠ د خلکو ژوند په څرګنده توګه ښه شوی او د بيلا بيلو قمونو خلک دسوکالی او نيکمرغۍ نه ډک ژوند تيروی ٠
ګرانو اوريدونکو – تاسو همدااوس د چين د بيلا بيلو ملی اقليتونو د خلکو د ژوند او ترقۍ په باب څه معلومات واوريدل ٠ ددی مضمون ٢ پوښتنی دا دی : لومړی - چين څومره ملی اقليتونه لری ؟ دوهمه پوښتنه دا ده چه د چين د قومی چارو په ساحه کښی څرنګ نظام عملی شوی دی ؟