د چين د بين المللی راډيو دخبريال د خبر له مخی ، د افغانستان پوليسو د اکتوبر په ٢٩ نيټه هغه دری تورن کسان ونيول چه د م م د درو تنو کارکوونکو په تښتولو کی يی لاس درلود .
د افغانستان د انتقالی دولت د داخله وزارت نطاق لطف الله مشعل وويل ، نوموړی دری تورن کسان د کابل په شمالی اطرافوکی ونيول شول . ددوی اغوستل شوی کالی او استعمال شوی موټر د يرغمالو د تښتول شويو په ځای کی د عينی شاهدانو له بياناتو سره مشابهت لری . دغه راز نوموړو درو تورن کسانو په غير قانونی توګه وسلی له ځانه ساتلی وې .