د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی د مسلمانانو د پوځ په نامه د افغانستان وسله وال سازمان چی د ملګرو ملتو ٣ تنه کارکوونکي يی تښتولی دي د اکتوبر په ٣٠ مه نيټه له مربوطو خواوو څخه غوښتنه وکړه چی د بريتانيې پوځ بايد له افغانستان څخه ووځی ، د فليپين حکومت او د کسوو خود مختارې حکومت د افغانستان په باب د امريکې له پاليسۍ څخه ملاتړ و نه کړی، که داسی نه وی، نو دوی به دری تنه يرغملان ووژنی.