د سين هوا اژانس د خبر له مخی د اکتوبر په ٣١ مه نيټه په افغانستان کی هغو وسله والو کسانو چی د ملګرو ملتو دری تنه کارکوونکي يی تښتولی دی په ګواښ سره وويل چی که چيری د نوامبر د ٣مې نيټې تر غرمې پوری د امريکې له خوا ټول بندی شوی طالبان او د القاعدی غړي خوشی نه شی نو دوی به خپل يرغملان ووژنی.