د سين هوا اژانس د خبر له مخی :د م م کوفی انان د نوامبر په دريمه نيټه د يوی اعلاميی په خپرولو سره په دې مناسبت چی حميد کرزی د افغانستان د جمهوری رياشت په انتخاباتو کی برياليتوب لاس ته راوړی دی مبارکه وويله . انان په اعلاميه کی د دې ستاينه وکړه چی د افغانستان د جمهوری رياشت د چوکی په انتخاباتو په ټولو رای اچوونکو په فعاله توګه د خپل هيواد په دموکراتيک بهير کی ګډون وکړ او مهم رول ئی لوبولی دی . هغه هيله څرګنده کړه چی د افغانستان خلک د حامد کرزی په مشر په سالم ډول د هيواد سولی ، ثبات او انکشاف په لاره کی ګامونه اوچت کړی . انان زياته کړه چی ملګریملتونه به د افغانستان د سولی او ثبات د سياسی بهير د پرمختيا لپاره په مداومه توګه مرسته وکړی .
|