حامد کرزي د افغانستان د بيا رغونې په لاره کې له سختو ستونزو او چليجونو سره مخامخ دی ، لومړي د امنيت په باب مسئله ده ، دوهمه د نوي حکومت د اعتبار او حيثيت اوچتول دی او دريم په هيواد کې د بيوزليتوب او لوږې له منځه وړل دي د چين د بينالمللي راډيود ملګرو ملتو او د افغانستان ګډې انتخاباتي کميټې د نوامبر په دريمه نيټه اعلان وکړ چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د اکتوبر په نهمه نيټه د افغانستان د جمهوري رياست په عمومي انتخاباتو کې د ټولو شميرل شويو رايو په سلو کې ٥٥ اعشاريه ٤ رايې ترلاسه کړي دي چې په دې وجه هغه د افغانستان د جمهوررئيس په توګه وټاکل شو٠ په عين وخت کې هغه د افغانستان په تاريخ کې لومړي جمهوررئيس دی چې د خلکو لخوا په مستقيم ډول انتخاب شوی دی ٠ که څه هم هغه په انتخاباتو کې بري موندلی دی مګر د عامه افکارو په نظر حامد کرزي د افغانستان د بيا رغونې په لاره کې له سختو ستونزو او چليجونو سره مخامخ دی او د ده په وړاندې درنې دندې موجودې دي ٠ د تحليل کونکو له نظره په افغانستان کې د طالبانو او د القاعدې د سازمان د پاتو کسانو له منځه وړل او د هيواد د امنيت او ثبات ساتل د ښاغلي حامد کرزي په مخکې تر ټولو نه ستر چلينج ګڼل کيږي ٠ که څه هم د طالبانو رژيم د دريو کالو نه مخکې نسکور شو مګر د افغانستان په جنوب او جنوب ختيځ کې ددوي زيات شمير پاتي کسان هم پټ دي او په پر له پسي توګه د افغانستان په بيلابيلو ځايونو کې په يرغلونو ﻻس پورې کوي ٠ نو ويل کيږي چې دوي د افغانستان د امنيت د خرابولو په برخه کې يو ډير عمده عامل دي ٠ د اکتوبر په ٢٨ نيټه د جيش مسلمين په نامه يو وسله وال سازمان چې د طالبانو د سازمان څخه جلا شوی دی په پايتخت کابل کې د ملګرو ملتو درې تنه کارکوونکي وتښتول او په ګواښ سره يې وويل چې دوي به يرغمل ووژني ٠ نو له دې امله که څه هم عمومي انتخابات پاي ته ورسيدل مګر په افغانستان کې د امنيت په باب حاﻻت ﻻهم د خوشبيني وړ نه دي ٠ دغه راز د مرکزي حکومت د اعتبار او حيثيت اوچتول او د محلي پوځي قوماندانانود وسله والو قواوو بي وسلې کول د حامد کرزي په وړاندې يوه بله مشکله موضوع ده ٠ د څه دپاسه شلو کالو د جګړو له امله په افغانستان کې داسي حالات رامنځته شوی دی چې محلي پوځي قوماندانان په خپلو سيمو کې حکومت کوي ، دوي خپلې شخصي وسله والې قواوې لري چې په ښو وسلو مجهزه شوې دي ٠ په عين وخت کې دوي په خپلو سيمو کې سياسي ، مالي او مالياتي واکونه په ﻻسونو کې نيولي دي ، ځينې محلي پوځي قوماندانان په حکومت کې هم مهمې دندې په غاړه لري ، نو ځکه دوي مرکزي حکومت ته دومره ستر اهميت نه ورکوي حتي د مرکزي حکومت حکمونه هم ردوي ٠ د دغو حاﻻتو د بدلولو دپاره حامد کرزي د عمومي انتخاباتوپه بهير کې د ملي دفاع وزير محمد قسيم فهيم له خپل ماموريت څخه ليري کړ٠ او اسمعيل خان هم له سياسي صحنې څخه وايست ٠ مګر محلي پوځي قوماندانان به دې ته غاړه نه ږدي چې خپل واکونه له منځه ﻻړشي ٠د محلي پوځي قوماندانانو د وسله والو قواوو د بې وسلې کولو له امله د رامنځته شويو تضادونو ليرې کول او د احتمالي ګډوډي مخنيول د حامد کرزي په وړاندې يوه بله ستونزه ده ٠ برسيره پر دې د حامد کرزي د نوي حکومت په وړاندې يوه عاجله دنده داد ه چې بايدد ک
وکناروکرل او د مخدره او نشه يې موادو معاملات له ريښې څخه له منځه يووړل شي او اقتصاد ته انکشاف ورکړي شي او بيوزيتوب او غربت هيسته شي ٠ د ملګرو ملتو د تازه احصائيې سره سم په دې وروستيو کلونو کې په افغانستان کې د کوکنارو د کرلو سرعت ډير چټک شوی دی ، اوس افغانستان د کولومبيا په وړاندې په نړۍ کې د مخدره موادو د توليدولو دډيرې لويې اډې په توګه ګرځيدلی دی ٠ يوازي په تيرکال کې د کوکنارو د کرلو څخه افغانستان ته دوه مليارډه او درې سوه مليونه امريکايي ډالره رسيدلي دي چې دا رقم د هيواد د کلني عمومي عايداتوله نيمې برخې څخه هم اوښتی دی ٠ څرنګه چې په افغانستان کې طبيعي منابع کم او حاصلخيزې ځمکې يې لږې او طبيعي حاﻻت او چاپيريال هم مساعد نه دي نو په دې حالت کې د کوکنارو کرل د زياتو بزګرو دپاره د عاېداتو د ﻻسته راوړلود يوې مهمې منبع په توګه ګرځيدلی دی ٠ ددې دپاره چې له ريښې څخه د کوکنارو کرل له منځه يووړل شي نو بايد دکوکنار په عوض نور اقتصادي کښتونه راپيداکړي شي ترڅو لوږې او قحطي او بيوزليتوب د له منځه وړلوګټور واقع شي خو جوته ده چې دا يو اسان کار نه دی ٠ د تحليل کوونکو له نظره د افغانستان د بيا رغونې او د ملي روغې جوړې بهير به ډير اوږد وخت ونيسي د لومړي جمهوررئيس په حيث چې د خلکو لخوا په مستقيم ډول انتخاب شوی دی ښاغلي حامد کرزي په سياسي ، اقتصادي او نورو برخو کې له زياتو ستونزو سره مخامخ دی ، خو اوس د ده په مخکې تر ټولو نه عاجله مسئله دا ده چې بايد د ملګرو ملتو درې تنه کارکوونکي د وسله والو تښتوونکو څخه وژغورل شي څو چې په عراق کې د يرغملو د تښتولو حالات په افغانستان کې خپاره نشي ٠ ګرانودوستانو همدا اوس مو د چين دبينالمللي راډيو يوه تبصره تاسو ته وړاندې کړه چې عنوان يې و د افغانستان د نوي انتخاب شوي جمهوررئيس حامد کرزي په مخکې درنې دندې موجودې دي ٠