<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-04 17:07:24    
د چين تبتی هواپيژندونکی بيان باڅژن جنوبی قطب ته پورته شو

cri

د چين د چينګهای او تبت لوړی د ٌ نړۍ د بام ٌ لقب لری او له جنوبی قطب، شمالی قطب سره يو ځای د مځکنی کرې دری قطبونه ګڼل کيږی٠ نن سبا د چينګهای او تبت د لوړی تبتی فنی پروسونل د نړۍ نورو دوو قطبونو ته هم پورته شويدی ٠ نو اوس به تاسو ته له دغو تبتی فنی پروسونلو څخه هواپيژندونکی بيان باڅژن معرفی کړو چه هغه د علمی څيړنې دپاره جنوبی قطب ته ورغلی دی٠

په جنوبی قطب کښی د جونګ شان په نامه د چين د علمی څيړنې د مرکز په يوه خونه کښی د چين د تبت د بودالا ماڼۍ يو هغه لوی تصويرځوړنددی چه په وريښمين ټوکر باندی ګلدوزی شويدی٠ دا د چين د تبتی هوا پيژندونکی بيان باڅژن لخوا د نړۍ له بام څخه راوړل شوی قيمتی سوعات دی٠ بيان باڅژن وويل چه کله چه زه جنوبی قطب ته پورته شوم ، د ډيرې خوښۍ له امله می چېغه ووهله ٠ ځکه چه هغه ځای ډير ښکلی دی٠ که څه هم زه په تبت کښی تل واورين غرونه ليدلای شم، خو زما په نظر د جنوبی قطب د واورو منظرات د تبت په نسبت لا ډيرې ښايسته ښکاری٠ دغه راز د هغه ځای پنګوئنان او د اوبو خوګان زما ډير خوښيږی٠

بيان باڅژن چه يو ديرش کلن دی د چين د تبت د خودمختارې سيمې د جانګزی په ولسوالۍ کښی وزيږيده ، په خپل اجدادی ځای کښی له منځنی ښوونځی څخه له فارغيدو نه وروسته د ازموينې ورکولو له لاری د ختيځ چين د نان جينګ د هواپيژندنې په پوهنځی کښی شامل شو او له دی پوهنځی څخه له فارغيدو نه وروسته د تبت د هوا پيژندنې په رياست کښی د مصنوعی سپوږمۍ له لاری د ليری احساس کار کوی ٠

په ١٩٩٩ کال کښی بيان باڅژن د چين د هواپيژندنې په علمی اکاډمۍ پوری د قطبی ځايونو د انستيټيوټ په سپارښت د جنوبی قطب د علمی څيړنې په غرض د چين د شپاړسمې ډلې د يوه غړی په حيث د خپل قومی بالاپوش په اغوستلو سره جنوبی قطب ته ورغی او د هغه ځای د هوا او اقليم څيړنې يی وکړې٠ دجونګ شان د علمی څيړنې په مرکز کښی د هغه دندې دا وې چه هره ورځ د څلورو ځلو دپاره به يی د وريځو، د هوا د ليدلو،د هوا د بدلون، باد، د هوا د تودوخی او لندبلو، هوايی فشار او رادياسيون او د لمر د رڼا نندارې او اندازې کولې ، بيلا بيل مربوط رپوټونه او جدولونه به يی جوړول، هواپيژندونکی اطلاعات به يی خپرول او د جنوبی قطب د هوا پيژندنې په باب انفورميشين به يی راغونډول٠ دغه راز د هرې مياشتې په پای کښی به يی ترلاسه شوی انفورميشين او معلومات د اوبو او هوا د حالاتو د اټکل په شکل د هواپيژندنې د انفورميشن نړيوالې شبکې ته وړاندی کول تر څو چه د جنوبی نيمې کرې او په تيره بيا د جنوبی قطب د سيمې د اب و هوا د حالاتو د پيشګوئی دپاره انفورميشين برابر شی او د ټولې کرې د اقليم د بدلون په باب د څيړنې دپاره انفورميشين راټول شی ٠

بيان با څژن د هوا پيژندنې په باب هغه ټول معلومات او مدراک چه په ١٩٨٩ کال کښی د جونګ شان د علمی څيړنې د مرکز له جوړيدو نه وروسته راټول شوی، تنظيم کړل او دغه معلومات يی د خپلې نندارې له لای ترلاسه شوی انفورميشين سره مقايسه کړل چه په نتيجه کښی يی وتلی علمی تزيس وليکه٠ څرنګه چه بيان باڅژن د جنوبی قطب د علمی څيړنې دپاره زيات کوششونه کړی او ډير ښه برياليتونه يی ترلاسه کړی، نو هغه له نورو پنځو عملی څيړونکو سره يو ځای د چين د شپاړسمې علمی څيړونکې ډلې د وتلو څيړونکو په حيث انتخاب شول٠ خپل هيواد ته د بيرته ستنيدو په وخت کی بيان باڅژن د جنوبی قطب د هواپيژندنې په باب ډير زيات هغه مدراک راوړل کوم چه د خپلو زحمتونو له لاری يی ليکلی ؤ او وزن يی شپږو کيلوګرامو ته ورسيده٠

بيان باڅژن وويل چه جنوبی قطب ته پورته کيدل د هر طبيعی علمی کارکوونکی ارزو ده٠ زه وياړم چه ارزو می ترسره شويده، دا زما ځانګړی افتخار دی او د چين د تبتی قوم وياړنه هم ده ٠ زه به د خپل قوم د يوه علمی کارکوونکی په حيث په راتلونکوکارونوکی د جنوبی قطب له علمی څيړنې څخه د ترلاسه شويو معلوماتو دقيق تحليل او تجزيه وکړم او دغه معلومات به د نړۍ د بام د اب وهوا د حالاتو له نندارې سره مقايسه کړم ترڅو چه د دوو ځايونو د اب وهوا پر حالاتو باندی ښې څيړنې وکړم او د ټولې نړۍ د هواپيژندنې د چارو دپاره خپل خدمتونه ترسره کړم ٠