د رويتر د خبر له مخې د افغانستان جمهوررئيس حامد کرزي د نوامبر په څلورمه نيټه وويل په افغانستان کې به پخپل سر پوځي قوماندانانو او د مخدره موادو پلورونکود موجوديت اجازه نشته ٠٠ حامد کرزي د جمهوري رياست په انتخاباتو کې د بري د موندلو نه وروسته نوموړي خبره وکړه ، هغه وويل چې د افغانستان په راتلونکې ټولنه کې به دپخپلو سرو پوځي قوماندانانواو دمخدره موادو په باب موضوعات نه وي . مونزږ به په پوره قوت سره مخدره مواد اوپخپل سر پوځي قوماندانان له منځه يوسو ٠
|