<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-05 17:44:55    
دريمه برخه :

cri

 وانګ جانی ! د نوی چين د جوړيدو د ٥٥ می کاليزی په وياړ زمونږ د راډيويی سيالۍ مضمون دا دی بيا خپور شو ٠ هيله ده چه زمونږ د سيالۍ دغه لړۍ ګران اوريدونکی په دقت او غور سره تعقيب کړی اود نوامبر د مياشتی ترپايه پوری زمونږ استول شويو پښتنو ته ځوابونه وليکی او بيرته يی مونږ ته راوليږی ٠

وانګ – رمز صاحبه ! که ستا په ياد وی مونږ په تيرو خپرونو کښی هم دا ژمنه کړی وه چه د روانی راډيويی سيالۍ خپاره شوی مضمونونه به په راتلونکو خپرونو کښی په تکرار سره خپاره کړو تر څو محترم اوريدونکی ور باندی پوره پوه شي او زمونږ پوښتنو ته سم ځوابونه راواستوی ٠

رمز – دا خو ډيره ښه ژمنه ده ، خو د اوريدونکو څخه هم دا هيله کوو چه ډير ژر خپل ليکونه او ځوابونه مونږ ته راواستوی تر څو په سيالی کښی د ګډون حق ترلاسه کړی ٠ که چيری له ټاکلی نيټی يعنی د روان کال د نوامبر د مياشتی ترپاي نه وروسته ددوی ليکونه او پوښتنو ته ځوابونه مونږ ته راورسيږی نو په سيالی کښی به د ګډون له حق څخه بی برخی شی ٠ مونږ د ګرانو اوريدونکو د ليکونو په تمه يو٠

وانګ – اوس به تاسی يوه پښتو سندره واورۍ

----- سندره ------

رمز – ګرانو اوريدونکو – اوس د مونږ او اوريدونکی خپرونه په همدی ځای پای ته ورسيده ٠ مونږ يو وار بيا هيله کوو چه ګران اوريدونکی په دی سيالی کښی پوره کاميابی ترلاسه کړی ٠ ستاسو د کاميابی او خوشحالۍ په هيله ٠