
د کينيا د چاپيريال ساتونکي او فعاله ميرمن وانګاري ماتاي د اکتوبر په اتمه نيټه د ٢٠٠٤ کال د نوبل د سولې جايزه واخيستله ٠ هغه لومړی افريقايي ښځه ده چه د ١٩٠١ کال په نوامبرکي د سولې د جايزې د جوړيدو راهيسي يي نوموړي جايزه واخيستله او دا هم لومړي ځل و چه د نوبل د سولې جايزې د محيطي ساتنې او ښوالي کارتاييد کړ ٠ د کينيا جمهورريس مواي کيبايکي په خوښي سره وويل چه دا د کينيا او حتي د ګردې افريقې وياړ دی ٠
د ناروي د نوبل کميټې هغې ته د جايزې د ورکولو د علت په باب داسي وويل چه ماتاي د کينيا د چاپيريال او طبيعي منابعو د وزارت د مرستيالې په حيث ، د چاپيريال ساتلو د سازمان لارښوونه کوي چه په افريقا کي يي څه د پاسه ٣٠ مليونه نيالګي ايښودلي او د ښځو د حقوقو د تر لاسه کولو ، د چاپيريال د ښه کولو او د فساد په ضد د مبارزي په برخو کي يي هم زيات کوششونه تر سره کړيدي ٠
د نوبل کميټې د سولې د جايزې د ور کولو په اعلاميه کي وويل چه زمونږ په نظر ميرمن ماتاي د افريقې په لويه وچه کي د خلکو د ژوندانه شرايط ښه کوي او سوله پرمخ بيايي ٠ هغه د کينيا او افريقې د ټولنې ، اقتصاد ، کلتور او ايکولوژۍ د عملي کيدونکي انکشاف او مجادلې په مخکني قطار کي ولاړه ده ٠ د جايزې د اخيستلو نه وروسته ماتاي د ناروي په دولتي تليويزيوني ستيشين کي وويل چه ما د د غې موقع اټکل نه و کړي ، زما زړه له مننې نه ډک دی ٠
هغې د چاپيريال د ساتلو چارو د يادونې په وخت کي وويل چه د سولې له نظره دچاپيريال ساتنه ډيره مهمه ده ځکه کله چه مونږ خپلې منابع ورانوو نو ټولې منابع به له منځه ولاړي شي ، مونږ به د منابعو د تر لاسه کولو لپاره جګړه وکړو ٠ کله چه ميرمنې ماتاي دغه خبره وکړه ، اوښکي يي له سترګو نه راغلې ٠ هغې زياته کړه چه جايزه اخيستنه زما په عمر کي تر ټولو نه ستره خوشـحالي ده ٠ کله مې چه نيالګي ايښودل ، د سولې تخمونه مي هم ور ته شيندل ٠
د نوبل د کميټې رييس وويل چه دا لومړی ځل و چه مونږ د چاپيريال ساتته د نوبل د سولې د جايزې په انتخابي اجنډا کي شامله کړه ، په دي توګه او مونږ د
سولې لپاره نوي محتوا زياته کړيده ٠ مونږ هيله لرو چه د افريقې د ژوندانه د چاپيريال د ښوالي لپاره کار وکړو ٠
په ٢٠٠١ کال کي د نوبل د سولې د جايزې د جوړيدو د سلمې کاليزې د يادونې په وخت کي ، د نوبل کميټې دا هيله څرګنده کړه چه د سولې د جايزې انتخابي ساحه به پراخه کړي ٠
٦٤ کلنه ماتاي د ١٩٤٠ کال په اپريل کي زيږيدلي او په ١٩٦٤ کال کي يي په امريکا کي د بيالوژيکي علومو د تخصص د دکتورا درجه تر لاسه کړيده ، نو ځکه هغه په منځني او ختيځه افريقا کي لومړي ښځه ده چه د دکتورا درجه يي تر لاسه کړيده ٠
په کينيا کي پخپل سر د ځنګلونو د قطع کولو پديده ډيره سخته ده ٠ ماتاي او ددې تر لارښوونې لاندی د شنې منطقې په نامه غورځنګ د نيالګيو د
ايښودلو او د ځنګلونو د ساتلو فعاليت راپارولی او د لس ګونو زرو تنو کينيايانو لپاره يي کارونه پيدا کړيدي ٠ ماتاي د ٢٠٠٤ کال د نوبل د سولې د جايزې له ١٩٤ تنو کانديدانو څخه بريالي وتلي او بالاخره يي دغه افتخار ګټلی او د سويدن د لسو
مليونو کرونو په اندازه جايزه واخيستله ٠