<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-18 18:28:43    
په کوچنی اختر کښی د نان سيا پو له جومات څخه بيا ليدنه کتنه

cri

د روژې د مياشتې په لومړی ورځ کښی زمونږ د پښتو څانګې خبريال د چين د مرکز بيجينګ د نان سياو پو له جومات څخه ليدنه کتنه وکړه او يوه مياشت وروسته هغه د کوچنی اختر د نمانځنې په باب د راپور تاژ دپاره يو ځل بيا دی جومات ته لاړ٠

( د لمونځ اواز) کله چه خبريال د نان سيا پو جومات ته ورسيده، د کوچنی اختر لمونځ پيل شو او د لمونځ تالار او د جومات انګړ له ډيرو زياتو مسلمانانو څخه ډک شو٠ د نان سيا پو جومات د بيجينګ په ختيځه برخه کښی د بهرنيو هيوادونو د سفارتونو په سيمه کښی پروت دی، نو د لمونځ کوونکو په جمله کښی د يو شمير اسلامی هيوادونو ديپلوماتان هم شامل وو٠

په چين کښی د هوۍ، ويغور،قزاق، تاجيک،ازبک،تاتار،قرغز، دونګ سيانګ، باو ان او سالار لسو قومونو څه نا څه شل ميلونه خلک د اسلام پر مبارک دين باندی عقيده لری او څه دپاسه ديرش زره جوماتونه شته ٠ د چين د بيلا بيلو قومونو مسلمانان د هيواد د روښانه قومی او مذهبی پاليسۍ په رڼا کښی ازاد مذهبی ژوند تيروی ٠ د نوامبر په ١٤ نيټه دوی د کوچنی اختر د نمانځنې دپاره بيلا بيلو جوماتونو ته ننووتل٠ د نان سيا پو د جومات د اداره کولو د ګروپ مسئول ابراهيم لی سيانګ يوان خبريال ته وويل : ( اواز ) نن څه نا څه اته سوه مسلمانان په دی جومات کښی لمونځ کوی، دغه راز د شاوخوا نور څه دپاسه څلور سوه تنه مسلمانان هم دلته د اختر د نمانځلو په مراسمو کښی ګډون کوی٠ د چين د بيلا بيلو درجو حکومتونه په پوره توګه د مذهبونو احترام کوی او د خلکو د مذهبی عقيدې درناوی کوی ٠ نن د لمونځ نه مخکښی د بيجينګ د ښاروالی د مربوطو څانګو مسئولين د امامانو او مذهبی کارکوونکو د پوښتنې کولو او مونږ ته د اختر د مبارکی ويلو دپاره زمونږ جومات ته راغلل ٠

د بيجينګ د نان سيا پو جومات يو مشهور او لرغونی مسجد ګڼل کيږی چه څه دپاسه دری سوه اويا کاله تاريخ لری٠ د دی جومات امام عبدالله يانګ کای له لمونځ نه وروسته له خبريال سره مرکه وکړه او ويی ويل : ( اواز) د کوچنی اختر د رارسيدو په وخت کښی زه د چين د مسلمانانو په نماينده ګۍ د افغانستان او پاکستان مسلمانو وروڼو ته صميمی مبارکی او سلامونه وايم او له خدای څخه غوښتنه کوم چه افغانستان او پاکستان ته سوله او د دغو دوو هيوادونو خلکو ته نيکمرغۍ وروبخښی٠ هغه وويل چه افغانستان او پاکستان د چين دوست ګاونډی هيوادونه دی، د چين مسلمانان د افغانستان او پاکستان له مسلمانو وروڼو سره ډيره ژوره دوستۍ او صميمی احساسات لری ٠ د خوښۍ وړ خبره دا ده چه په تيره مياشت کښی ښاغلی حامد کرزی د افغانستان د جمهوررئيس په حيث انتخاب شويدی، مونږ هيله لرو چه د افغانستان خلک د جمهوررئيس حامد کرزی تر لارښوونې لاندی د خپل هيواد د ابادۍ په سترو چارو کښی په پر له پسی توګه نوی برياليتوبونه ترلاسه کړی ٠ له مرکې نه وروسته امام عبدالله يانګ کای په عربی ليک دود د خبريال دپاره يوه لاسليکنه وکړه او په هغی کښی ليکل شوی چه د پاکستان او افغانستان مسلمانانو ته د کوچنی اختر مبارکی څرګندوم٠

خبريال د نان سيا پو په جومات کښی وليدل چه په انګړ کښی يی د کوچنی اختر د زکات صندوق شته او زياتو مسلمانانو دی صندوق ته پيسی واچولې٠ د ٌ هوۍ ٌ قوم مسلمانې ښځې ميرمن ما د درو سوو ژن مين بی يوانو پيسو له اچولو نه وروسته خبريال ته وويل : ( اواز) اوس زمونږ د هيواد اقتصاد په پر له پسی توګه انکشاف موندلی او د بيلا بيلو قومونو د خلکو ژوند هم ورځ په ورځ ښه شويدی٠ له څو کالو راهيسی د چين د حکومت د قومی پاليسۍ په رڼا کښی زه او زما خاوند د خپل کور د بډای کولو دپاره زحمتونه ګالو او عائدات مو په څو چندو سره زيات شويدی ٠مونږ چه بډای شوی يو، بايد له بيوزلو وروڼو او خويندو سره مرسته وکړو٠ دا د مسلمانانو حتمی فريضه د ه او د چين د اتباعو عنعنوی اخلاق هم ګڼل کيږی٠ البته زه يقين لرم چه د چين د اقتصاد د چټک انکشاف سره به د ولسی حکومت په مرسته لږ شمير بيوزلی خلک هرومرو د خپلو زحمتونو له لاری له بيوزليتوب څخه بچ شی او د چين ټول خلک به ګډ بډايتوب ترلاسه کړی ٠