د چين د بين المللي راډيو د خبريال د خبر له مخې د هند صدراعظم سينګ د نوامبر په يوويشتمه نيټه د مانيپور ايالت په مرکز امپال کې په يوه مطبوعاتي مرکه کې وويل چه هند له پاکستان سره هر اړخيزو خبرو اترو ته په ډيره درنه سترګه کوري او هغه په دي انتظار کي دي چه په نوي ډيلي کې د پاکستاني صدراعظم سره خبرې اترې تر سره شي ٠ سينګ هم وويل چه هند هيله لري د دواړو خواوو ترمنځ په خبرو اترو کې پرله پسي پرمختګ ترلاسه شي او دواړه خواوي بايد په صادقانه توګه د خپل منځي ديالوګ د بهير د پرمخبيولو له پاره کوشش وکړي ٠ هغه وويل چه د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز به په درويشتمه نيټه هند ته سفر وکړي ، په هغه وخت کې به هغه له غزيز سره د دواړو هيوادونو ترمنځ د روابطو په باره د نظريو تبادله وکړي ٠
|