<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-21 21:01:05    
په زرو منو سرو زرو هډوکی اخلی

cri
څلور سوه څوارلس کاله د ميلاد نه مخکي د ين په ملک کي شخړه پيدا شوه ٠ په دي موقع کې د چي ملک پاچا په زوره د ين زيات ښارونه ونيول ٠ د ين پاچا وغوښتل چه خپل ملک قوي او ودان کړي څو چه د چي څخه انتقام واخلي ٠ نو د ګو هواي نومي يو پوه سړي يي خپل حضور ته راوغوښت څو چه د مستعدو کسانو د راغونډيدو د لارو چارو په باره کي ور سره مشوره وکړي ٠ ګو هواي پاچا ته وويل چه تاسي بايد لومړي شخصا د يوه هوښيار سړي کور ته لاړ شي او دده مرسته وغواړي ٠ هر کله چه دغه خبر د دنيا د ټولو مستعدو کسانو غوږو ته ورسيږي ، دوي به هرو مرو ستاسو سره د مرستې دپاره زمونږ هيواد ته ارشي ٠ پاچا بيا پوښتنه وکړه چه ستا په نظر زه لومړي له چا سره ملاقات وکړم ؟ ګو هواي پاچا ته لاندني کيسه وويله _ پخوا يو پاچا وغوښت چه په زرو منو سرو زرو يو بادپا أس واخلي ، خو د درو کالو په موده کي يي هم هغسي أس لاس ته را نه ووړ ٠ يو مامور د بادپا أس د لټولو دنده په غاړه واخيستله ، خو دده د زيات کوشش له کبله يوازي د مړ شوي أس هډوکي واخيستل شول ٠ کله چه دغه هډوکي يي پاچا ته ورکړل ، پاچا ډير په قهر شو او په ترټنه يي وويل چه زه بادپا أس غواړم ، ولي تا په پنځو سوو منو سرو زرو د مړه شوي أس هډوکي اخيستي دي ؟ مامور په نرم أواز ور ته ځواب ورکړ چه مقصد مي دا دي چه ټول هيوادوال په دې پوه شي چه تاسي د يوه بادپا أس د اخيستلو دپاره پيسې نه سپموي ٠ که دغه خبر د هيواد ګوټ ګوټ ته خپور شي ، حتما به اصيل بادپا أس ستاسو لاس ته راشي ٠ رښتيا ده چه د يوه کال په موده کي دري بادپا أسونه پاچا ته وړاندي شول ٠ کله چه کيسه پاي ته ورسيده ، ګو هواي پاچا ته وويل چه که تاسي په رښتيامستعد کسان غواړي ، لومړي به زما څخه مرسته غواړي٠ که دغه خبر چه پاچا زما په شان معمولي کسانو باندي ډير اعتبار لري ، خپور شي ، زما څخه لا هوښيار او مستعد کسان به هرومرو ستاسو سره مرستې وکړي ٠ په رښتيا هم لږه موده وروسته يو شمير مستعد کسان د شاوخواوو ملکونو نه د ين ملک ته راغلل ٠د همدو کسانو په اتکا د ين ملک ژر قوي شو او د چي ملک ته يي هم ماتي ورکړه ٠ دغه متل هغه وخت ويل کيږي چه د مستعدو کسانو د راغوښتلو دپاره ښايي چه موزون او صحيح ګام واخيستل شي ٠