د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی ، د هند د نظامی مقاماتو نطاق د نوامبر په ٢٢ نيټه د هندی کشمير په مرکز سرينګر کښی وويل چه د هند د يوه کنډک پوځيان په همدی ورځ له سرينګر څخه وتلی دی٠
دا د روانې مياشتې په ١٧ نيټه د هند لخوا له هندی کشمير څخه د ځينو پوځيانو له ايستلو راهيسی له سرينګر څخه د ايستل شويو عسکرو لومړی ډله ده او له ټول کشمير څخه ايستل شوی دريمه ډله هم ده٠
د هند د مطبوعاتی زرائعو د خبر له مخی، د پلان له مخی به د هند حکومت له هندی کشمير څخه څلويښت زره تنه پوځيان وباسی٠
د هند د څيړونکو شخصيتونو په قول، هند غواړی چه هند ته د پاکستان د صدراعظم شوکت عزيز د مسافرت نه مخکښی د هندی کشمير له مرکز سرينګر څخه د عسکرو د ايستلو له لاری د دواړو هيوادونو د مشرانو د خبرواترو دپاره ښه زمينه برابره کړی٠