د چين د بين المللي راډيو د خبريال د خبر له مخې د هند صدراعظم مانموهان سينګ د نوامبر په څلير ويشتمه نيټه د پاکستان له صدراعظم شوکت عزيز سره خبرې اترې وکړې ٠ په خبرو اترو کې دواړو مشرانو په عمده توګه دذات البيني روابطو او د جنوبي اسيأ د سيمه ايزې همکارۍ د اتحاديي د اړوندو مسئلو په باب بحث وکړ ٠ په خبرو اترو کې دواړو صدراعظمانو د کشمير د مسئلې په باب هم د نظريو تبادله وکړه ٠ بر سيره پر دي دواړو خواوو هم له ايران څخه د پاکستان له لارې هند ته د طبيعي ګاز د پيپ لين د غزيدو د مسئلې او د هندي کشمير او د پاکستاني کشمير ترمنځ د بسونو د تګ راتګ د مسئلې په باب مشورې وکړي ٠ صدراعظم عزيز د جنوبي اسيأ د سيمه ايزې همکارې د اتحاديي د رئيس په توګه هند ته سفر وکړ٠
|