<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-11-25 18:18:36    
قومی يووالی د يوه کوچنی غرنی کلی څيره بيخی نوی کړيده

cri

د شمالی چين د هه بۍ په ولايت پوری د فونګ نين په نامه د مان قوم د خودمختارې ولسوالۍ د پينګ شان په کلی کښی د چين د هوۍ، مغول او مان د درو قومونو اته سوه کليوال اوسيږی ٠ په دی کلی کښی د شولو د څه نا څه اويا هکتارو نوی هوارشويو پټيو په منځ کښی د لارو شبکه ليدل کيږی، د کلی په نوی جوړ شوی لومړی ښوونځی کښی د درسونو لوستلو خواږه اوازونه پورته کيږی او د ژويو په نويو غوجلونو کښی زيات غوايان او پسونه روزل کيږی او په نوی جومات کښی ډير مسلمانان خپل عبارت کوی٠ له دغو ټولو څخه د بيلا بيلو قومونو يووالی ښکاری ٠

د فونګ نين د مان قوم په خودمختاره ولسوالی کښی تل داخبره اوريدل کيږی چه په قومی او مذهبی چارو کښی ټول کارونه ستر او مهم ښکاری٠ نو د ولسوالۍ ولسی حکومت د ملی اقليتونو ډيره پاملرنه کوی ، د مذهبی عقيدې ډير درناوی کوی او د بيلا بيلو قومونو د خلکو د يووالی د ساتلو دپاره زيات کوششونه کوی٠ د ٢٠٠٢ کال د سپتمبر په اوومه نيټه د پينګ شان کلی د بوړبړکۍ او د ږلی له طوفان سره مخامخ او ټول کښتونه يی خراب شول چه د بيلا بيلو قومونو د کليوالو پر ژوند باندی يی سخته اغيزه واچوله٠ د ولسوالۍ د ولسی حکومت او بيلا بيلو څانګو مامورين سمدلاسه دی کلی ته ورغلل چه د ملی اقليتونو وروڼو ته يی خپلې همدردی او سلامونه څرګندکړل او د مصيبت له تاوانونو څخه د کليوالو د ژغورلو دپاره يی عاجله پريکړه وکړه٠ ورپسی د ولسوالی حکومت د يو مليونو دوه لکو ژن مين بی يوانو په اندازه د پانګو په اچولو سره د پينګ شان د کلی د بيا ابادۍ دپاره ديارلس پروګرامونه ترسره کړل٠

په ٢٠٠٣ کال کښی د مان قوم کليوال هوانګ يا فونګ په ګاونډی کلی کښی شل شيدی ورکوونکی غواګانې وروزلې او د وخت په تيريدو سره د ده د څارويو شمير په پرله پسی توګه زياتيده، نو و يی غوښتل چه خپل کلی ته بيرته ولاړ شی چه له يوې خوا به په مداومه توګه د غواګانو د روزنې چارو ته پراختيا ورکړی او له بلې خوا به د غواګانو د روزلو په برخه کښی نور کليوال هم راسمبال کړی٠ خو هغه له داسی ستونزې سره مخامخ و يعنی د غواګانو د غوجلونو د جوړيدو ځای يی نه درلود ٠ د کلی مشر يانګ يونګ ګوۍ چه د هوۍ له قوم څخه دی، د دی خبر له اوريدو نه وروسته څو څو ځله د هوۍ قوم له مسلمانوکليوالو سره مشورې وکړې چه په نتيجه کښی دوی د مان قوم ورور هوانګ يا فونګ ته اجازه ورکړه چه د دوی په مځکو کښی د غواګانو دپاره پراخ نوی غوجلونه جوړ کړی٠ هوانګ يا فونګ له مسلمانو وروڼو څخه ډيره مننه وکړه٠

په ٢٠٠٣ کال کښی د هوۍ قوم د مسلمانانو جومات د زړيدو په اثر د لوئيدو له خطر سره مخامخ شو٠ د کلی مشرانو په فعاله توګه له مربوطو څانګو سره تماسونه ونيول او د څه دپاسه څلويښتو زرو ژن مين بی يوانو په اندازه پيسی يی راټولې کړې چه په نتيجه کښی د مان او مغول د قومونو د وروڼو په مرسته يو نوی جومات جوړ شو او د مسلمانانو د مذهبی ژوند دپاره ښه زمينه برابره شويده ٠ نو مسلمان کليوال هم د کلی د مشرانو او نورو دوو قومونو د وروڼو له مرستو څخه د زړه له کومی مننه څرګندوی٠

پخوا د جغرافيايی او اقليمی زمينو د محدوديت په اثر د پينګ شان غرنی کلی به کله کله له وچکالۍ سره مخامخ کيده، ترافيکی اسانتيا به يی نه درلودله او کليوالو به يی تلويزونی پروګرامونه نشول ليدلای، دغه راز د اقتصاد د وروسته پاتی والی په اثر به د دی کلی د ماشومانو دپاره د زده کړې شرائط هم ښه نه و٠ د د غو حالاتو له امله به د کلی د مشرانو زړونه درد کاوه ٠ نو دوی په خپل کلی کښی د درو قومونو د کليوالو يووالی ته د پياوړتيا ورکولو او د کليوالو د بډای کولو دپاره سخت کوششونه وکړل او د محلی حکومت او بيلا بيلو څانګو په مرسته يی د څه دپاسه يو مليونو يو لکو ژن مين بی يوانو په اندازه پانګې راغونډې کړې٠ د دغو پيسو په مصرفيدو سره په کلی کښی د اوبو نهه ماشينی څاګانې وکيندلې شوې، څه دپاسه پنځه کيلومتره ويالې جوړې شوې او څه دپاسه زر متره ترمځکې لاندی لوی نلونه وغزول شول چه په نتيجه کښی د کلی د څه نا څه اويا هکتارو پټيو د خړوبولو چارې ښې شوې ٠ د توليدی زمينو د ښه کيدو په اثر د پينګ شان په کلی کښی اقتصادی چارو انکشاف موندلی او د کليوالو عائدات هم زيات شويدی٠ نو کليوالو پخپله د زياتو پيسو په اچولو سره هوار سړکونه او نوی ښوونځی جوړ کړی ، د بريښنا انتقالولو يو نيم کيلو متره لينونه او تلويزونی او تيليفونی سيستمونه هم په کار اچول شويدی ٠ اوس د پينګ شان په کلی کښی کرنه او مالدارۍ د پرله پسی انکشاف په حال کښی ده ، د کليوالو ژوند هم ورځ په ورځ ښه شوی او د درو قومونو د وروڼو يووالی لا ټينګ شويدی ٠ کليوال په خوښی سره وايی چه د دوی راتلونکی به هرومرو لا ښه شی ٠