<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-02 18:35:06    
د ٌ دونګ سيانګ ٌ د قوم متصدی ما سيو چينګ له قومی يووالی سره علاقه لری

cri

نهه پنځوس کلن ما سيو چينګ د چين د ٌ دونګ سيانګ ٌ د قوم يو مسلمان او د شمال لويديځ چين د ګان سو ولايت د لين سيا ښار د جه چاو علاقه دارۍ د شخصی ساختمانی شرکت مدير دی٠ په ١٩٨٥ کال کښی ما سيو چينګ د محلی ساختمانی بازار د حالاتو د تحقيقاتواو څيړنې پر اساس د انسانی قوتونو د صادرولو او د کورونو د جوړولو لاره انتخابه کړه چه په نتيجه کښی يی نه يوازی خپل ځان بډای کړی ، بلکه يی له بيوزليتوب څخه د محلی کليوالو د بچولو دپاره هم ښه لاره پيدا کړيده٠ د څه دپاسه لسو کالو د سختو کوششونو په اثر د ده شرکت يو داسی تکړه تصدی ګرځيدلی چه اساسی پانګې او د غيرمنقولو مالونو ارزښت يی څليرويشتو مليونو ژن مين بی يوانو ته رسيدلی، شپږ سوو اتيا تنه کارګران لری او هيواد ته يی جملتأ د څوارلسو مليونو يوانو په اندازه ماليات ورکړيدی٠ دا شرکت په تيرو مسلسلو څلورو کالو کښی د لين سيا د ښاروالۍ لخوا د ٌ وتلی او ممتازې تصدی ٌ په حيث وټاکل شو او ما سيو چينګ هم په ٢٠٠٤ کال کښی د ګان سو د ولايتی حکومت لخوا ٌ د علاقه داريو د وتلی متصدی ٌ په حيث انتخاب شو ٠

له زياتو کالو راهيسی بډای شوی ماسيو چينګ کليوال ندی هيرکړی او کله کله له بيوزلو خلکو او تعليمی چارو سره اقتصادی مرستې کوی٠ په ٢٠٠٢ کال کښی هغه د جه چاو د لومړی ښوونځی د نوی تدريسی ودانۍ جوړيدو ته يو ځل د څلور لکو ژن مين بی يوانو په اندازه نغدی بسپنه ورکړه ٠ دغه راز هغه له اوږدې مودې راهيسی د ٌ هان ٌ د قوم له څه دپاسه شلو تنو بيوزلو زده کوونکو سره هم نغدی مرسته کوی٠ هرکله چه د چين د عنعنوی پسرلنی اختر او په پسرلی کښی د مځکو د کرلو موسم رارسيږی ، ما سيو چينګ د خپلې علاقه دارۍ بيوزلو کورونو ته اوړه ، غوړی او کيمياوی سرې د بسپنې په توګه ورکوی چه تر اوسه پوری د دغې بسپنې عمومی ارزښت يو لکو شل زرو ژن مين بی يوانو ته رسيدلی دی٠ په تيره بيا د يادونی وړ خبره دا ده چه هغه د خپلو پنځلسو زرو يوانو پيسو په مصرفولو او د يو زرو پنځه سوو انسانی قوتونو په اچولو سره د جه چاو علاقه دارۍ د جن جيا جوانګ د کلی دپاره چه دا په محلی ځای کښی د ٌ هان ٌ قوم يوازنی کلی دی ، يو ساده سړک جوړ کړی او د ٌ هان ٌ قوم د وروڼو کليوالو د تګ راتګ دپاره يی اسانتيا برابره کړيده٠ ښاغلی ما سيو چينګ نه يوازی پخپله له بيوزلو خلکو سره مرسته کوی، بلکه د خپل شرکت بډای شوی کارګران هم راسمبالوی چه په جلا جلا توګه د خپل کلی له نيسمتنو کليوالو سره مرسته وکړی٠ د ښاغلی ما سيو چينګ تر اغيزې لاندی متقابله مرسته د محلی ځای ښه دود ګرځيدلی دی٠

د ما سيو چينګ په اجدادی کور يعنی د جه چاو علاقه دارۍ د جه چاو په کلی کښی د ٌ هوۍٌ ، ٌ دونګ سيانګ ٌ او ٌ هان ٌ درو قومونو کليوال اوسيږی چه د ٌ دونګ سيانګ ٌ قوم نفوس يی د ټولو کليوالو په سلو کښی پنځه اتيا برخه نيسی ٠ پخوا په دی کلی کښی کله کله قومی او مذهبی تضادونه پيښيدل ٠ د کلی د ثبات او أرامۍ د ساتلو دپاره ما سيو چينګ تل تر وسی پوری کوششونه کوی او له کليوالو او د مذهبی فعاليتونو له ځايونو سره اقتصادی مرسته کوی٠ د جه چاو په کلی کښی پنځه جوماتونه شته ، ما سيو چينګ د دغو جوماتونو د لازمی لګښتونو او د اداره کوونکو د ژوند د موضوعاتو د حل دپاره په وار سره هغو ته د دوه لکو ژن مين بی يوانو په اندازه بسپنه ورکړه او د ٢٠٠٤ کال په فبرورۍ کښی يی د جه چاو د لوی جومات د ترميمولو پروژې ته يو ځل بيا دوه لکه ژن مين بی يوانه د بسپنې په توګه ورکړل٠ په عين وخت کښی ښاغلی ما سيو چينګ تل د قومی او مذهبی شخړو د حل په برخه کښی له محلی حکومت سره فعاله همکارۍ کوی چه په وار سره يی د شپاړسو ځلو دپاره په بريالی توګه د خپل کلی د ٌ هوۍ ٌ او ٌ هان ٌٌ د دوو قومونو د کليوالو شخړې حل کړېدی او د کلی د قومی يووالی د ساتلو دپاره يی زيات خدمتونه ترسره کړيدی ٠ د ښاغلی ما سيو چينګ د کوششونو په نيجه کښی د جه چاو په کلی کښی د د درو قومونو د کليوالو ترمنځ يووالی پياوړی شوی او ټولنيز نظام يی هم ارام شويدی٠