<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-03 16:59:52    
د مونږ اواوريدونکی خپرونه

cri

رمز – د مونږ او اوريدونکی د خپرونی قدرمنو اوريدونکو ، اسلام وعليکم ! دا دی زه عنايت الله رمز او زه وانګ اين خه ستاسو د خوښی او خوشحالی په هيله د نن ورځی په خپرونه پيل کوو ٠ هيله ده چه د خپرونی تر پايه پوری له مونږ سره واوسی ٠

وانګ – کله چه مونږ پدی وروستيو مياشتو د خپلو اوريدونکو دليکونو څيړنه او ارزيابی وکړه نو داسی څرګنديږی چه زمونږ د پښتو څانګی او په خاصه توګه د مونږ او اوريدونکی دخپرونی مينه وال د زياتيدو په حال کښی دی او د ليکونو لړۍ يی هم چټکه شوی ده ٠

رمز – مونږ د خپلو اوريدونکو ددی علاقی او مينی څخه ډير خوښ يو او هيله لرو چه دتل په شان زمونږ د دوستانو په توګه پاتی شی ٠

خبره چه مو د دوستانو وکړه و به ګورو چه دغو راډيويی دوستانو په خپلو راليږل شويوليکونو کښی څه ليکلی دی ٠

وانګ – مهربانی وکړی لومړی ليک د کوم اوريدونکی دی ؟

رمز – دا لومړی دوه ليکونه د پاکستان د بلوچستان د مسلم باغ څخه د سليمان خيل کلب مشر نيازخان سليمان خيل ، د کلب د مرستيال شيرخان سليمان خيل او د کلب د ټولو غړو له خوا چه شمير يی ١٠٤ تنو ته رسيږی راليږل شوی او زمونږ نوموړو دوستانو پخپل ليک کښی د سلام ويلو تر څنګ داسی ليکلی دی چه د سليمان خيل کلب ټول غړی د ٧ کالو راهيسی ستاسو خپرونی اوری او په دی دوران کښی مو ډير څه ستاسو له خپرونو څخه زده کړی دی ٠ په دی ٧ کلونو کښی مو ډير ليکونه تاسو ته ليکلی دی او د سليمان خيل کلب يوکامياب کلب دی او همدارنګه يی زمونږ په راډيويی سيالی کښی د ګډون هيله هم کړی ده ٠

وانګ – نيازخان سليمان خيل او د کلب نورو ټولو غړو ته خپل تاوده سلامونه وړاندی کوو ، ددی دپاره چه دوی په دی ٧ کلونو کښی په دوامداره توګه خپلی قلمی اړيکی له مونږ سره ساتلی او هم يی د کلب د غړو شمير د زياتيدو په حال کښی دی ډير خوښ او خوشحاله شولو ٠ مونږ هيله کوو چه تاسی په دی راډيويی سيالی کښی پوره بری ترلاسه کړی ٠

رمز – د افغانستان د خوست له ښار نه د افغان لسنرز کلب مشر نور علی شاه فانی پخپل راليږل شوېو ليکونو کښی د سلامونو نه وروسته داسی ليکلی چه مونږ د تاسو څخه زياته خوشحاله او راضی يو ، ځکه چه تاسی مونږ ته ډير ښکلی او په زړه پوری پروګرامونه برابروی ٠ بيا پخپل ليک کښی زياتوی چه د افغان لسنرز کلب د غړو شمير همدااوس ٥٨ تنو ته رسيدلی او د سی ار ای پښتو خپرونه دلته په خوست کښی په ٣١ متره بنسټ باندی ډير صفا اوريدل کيږی ٠ او ددی دپاره چه مونږ په خوست کښی يو کتابتون جوړ کړی دی دغه غوښتنه هم کړی ده چه د مرستی دپاره يو شمير چينی مجلی ورځپاڼی ، مجلی ، پست کارټونه او د هنرمندانو عکسونه وليږی ٠

وانګ – د افغان لسنرز کلب مشر نور علی شاه فانی صاحب او د کلب ټولو غړو ته سلامونه وړاندی کوو ،او دوی ته مبارکی وايو او ور څخه مننه کوو چه په خوست ښار کښی يی د چين په باب د معروفيت دپاره يو کتابتون جوړ کړی دی ٠او دا چه ددوی د کلب د غړو شمير مخ په زياتيدو دی ډير خوشحاله شولو ٠ مونږ به کوشش وکړوچه په راتلونکی کښی هم مجلی او نور مطبوعات ددوی په پته وليږو ٠ خوشحاله او کاميابه اوسی ٠

رمز – دا بل ليک د صوبه سرحد مردان څخه د ورلد وايئد لسنرز کلب صدر محمد عثمان مردانوی له خوا راليږل شوی ، ښی هيلی او ډير سلامونه يی وړاندی کړی ، دوی ليکلی چه مونږ ستاسو دايئمی اوريدونکی يو ٠ په ډير شوق او ذوق سره ستاسو خپرونی اورو ٠ د چين او پاکستان د خلکو تر منځ د ښو اړيکو يادونه يی هم کړی ده او له مونږ څخه چينايی مجلی او ورځپاڼی غوښتی دی او غواړی چه د نوموړو مطبوعاتو په مرسته مقالی او مضمونونه وليکی او په دی توګه د چين په باب معلومات خپلو لوستونکو او دوستانو ته نور هم زيات معرفی کړی دی ٠

وانګ – محمد عثمان مردانوی صاحب دی زمونږ زيات سلامونه هم ومنی او مونږ ور څخه مننه کوو چه د چين په باب زياتی مقالی او مضمونونه ليکلی دی ٠ مونږ به هڅه وکړو چه مجلی او نوری چاپی خپرونی وليږو ٠ ستاسو د نورو ليکونو په تمه ٠

رمز – د پاکستان د ضلع بنون څخه زمونږ پخوانی اوريدونکی او د ګل چين د کلب صدر سيدمنان ارمانی پخپل ليک کښی د ښو هيلو او سلامونو تر څنګ ليکلی چه د ١٩٩٧ م کال راهيسی کله چه زما اړيکی د سی ار ای پښتو خپرونی سره ټينګی شوی تر اوسه پوری يی١٩٥ ليکونه درليږلی دی ٠ دغه راز ارمانی صاحب دا هم زياته کړی ده چه پخوا زمونږ د کلب د غړو شمير ٥٢ تنه ؤ خو اوس يی شمير ٧٦ تنو اوچت شوی دی ٠ له دی امله يی مونږ مبارکی هم ويلی ده ٠

وانګ – سيدمنان ارمانی صاحب او د کلب ټولو غړو ته مونږ هم ګيډی کيډی سلامونه وړاندی کوو ٠ د کلب د غړو د زياتيدو له امله مونږ هم دوی ته مبارکی وايو او هم به په راتلونکی کښی مجلی او نوری خپرونی د ارمانی صاحب د کلب په پته واستوو خوشحاله اوسی ٠

رمز – دپاکستان د چارسدی ضلع شبقدر مينا بازار څخه زمونږ مينه وال يا په بله ژبه په مونږ مين ښاغلی حيات اقبال حيات دا ليک راليږلی دی ٠او پخپل ليک کښی يی د سلامونوتر څنګ ليکلی دی چه مجلی او نوری خپرونی راته رارسيدلی دی او له دی امله مننه کوم ٠ خو هغه څه پکښی نه شته چه د پښتو څانګی د خپرونو پاڼه ده ٠ هيله ده چه په راتلونکی کښی هغه هم راوليږی ٠

مونږ د حيات اقبال حيات سلامونو ته وعليک وايو او کوشش به وکړو چه په راتلونکی کښی د پښتو خپرونو پاڼه او نور مطبوعات وروليږو ٠