د سين هوااژانس د خبر له مخی، د ناتو بلاک په مشرۍ د افغانستان د امنيت ساتی پوځ نطاق د دسمبر په څلورمه نيټه وويل چه دی پوځ په کابل کښی د امنيت ساتلو او دفاع کولو کارونو ته پياوړتيا ورکړيده تر څو چه د روانې مياشتې په اوومه نيټه د جمهوررئيس حامد کرزی لخوا د سوګند د خوړلو مراسمو برياليتوب تامين شی ٠
د خبر له مخی، د امريکې د جمهوررئيس مرستيال ديک چينی په مشرۍ د ملی دفاع د وزير دونالد رامسفيلد، په افغانستان کښی د امريکې د لوی سفير زلمی خليلزاد او د جنوبی اسيا د چارو په مسئول د خارجه وزير د مرسيتال چريستينا روکا په شمول د امريکې هئيت به په نوموړو مراسمو کښی ګډون وکړی او نور ځينی هيوادونه به هم افغانستان ته خپل هئيت وروليږی٠