د چين د بينالمللي راډيو د خبر له مخې د دسمبر اوومه نيټه د افغانستان د خلکو دپاره د ډيرې خوښۍ وړ ورځ وه ٠په دې ورځ د افغانستان نوي جمهوررئيس حامد کرزي په مرکز کابل کې په رسمي توګه د لوړې مراسم پرځای کړل ، دا د افغانستان د بيا رغونې په بهير کې يوه ستره پښه وه او د افغانستان دپاره چې غواړي د جنګ څخه ځان وژغوري او د سولې او سمسورتيا په فضا کې په نوي ژوند پيل وکړي هم ستر اهميت لري ٠ اوس به تاسي زمونږ د مبصرې په قلم يوه تبصره واوري چې عنوان يې دی د افغانستان د بيا رغونې په بهير کې نوي مبدا منځته راغلې ده ٠ ښاغلی حامد کرزي په افغانستان کې د خلکو لخوا انتخاب شوی لومړي جمهوررئيس دی ، د ملګرو ملتو او بينالمللي ټولنې په مرسته د اکتوبر په نهمه نيټه د افغانستان په تاريخ کې د خلکو لخوا په مستقيم ډول د جمهوري رياست لومړي انتخابات ترسره شول ، په نوموړو انتخاباتو کې حامد کرزي دموافقو رايوپه مطلق اکثريت سره بري وموند ٠ له دې څخه دا څرګنده شوې چې افغاني خلکو د حامد کرزي هغه څرګندونه چې په تيرو څه دپاسه دوو کلونو کې د دولت د رئيس په توګه ترسره کړې ده ومنله ٠په عين وخت کې له دې څخه د جنګ څخه د ژغورلو او د هيواد د ثبات د اعاده کولو په برخه کې د افغاني خلکو قوي ارزو هم څرګنده شوې ده ٠ د اوومي لسيزې په پاي کې افغانستان په بهرنيو او کورنيو جګړو کې ډوب شو٠او سياسي ، اقتصادي او ټولنيز پرمختګ يې له سختې منفي اغيزې سره مخامخ شو ٠ په تيره بيا د طالبانو په رژيم کې افغانستان د بينالمللي مذهبي افراطي او تروريستي قواوو د اډې په توګه ګرځيدلی و ٠ددې له امله نه يوازي د افغانستان خلکو ته سخت تاوانونه او مصيبتونه رسيدلي وو بلکې په نړۍ کې زيات هيوادونه هم د افغانستان څخه د راغلي سخت تروريستي تهديد سره مخامخ شول ٠ يو مثال دا و چې د ٢٠٠١ کال د سپتمبرد يولسمې نيټې پيښه وه ٠ د طالبانو د رژيم د نسکوريدو نه وروسته په افغانستان کې د حامد کرزي په مشرۍ موقتي حکومت جوړشو، ورپسې د ٢٠٠٢ کال د جون په مياشت کې په افغانستان کې انتقالي حکومت جوړشو٠ د روان کال د جنوري په مياشت کې د افغانستان په لويه جرګه کې د جنګ نه وروسته لومړي اساسي قانون تصويب شو٠ چې په دې اثر د افغانستان د عمومي انتخاباتو د سالم ترسره کيدو دپاره ﻻره اواره شوه ٠ د ذکروړ دا دی چې په تيرو څه دپاسه دوو کلونو کې د افغانستان انتقالي حکومت په سياسي ، نظامي ، اقتصادي او ديپلوماتيکي ساحو کې يولړ مثبت تدبيرونه نيولي او د ليدو وړ موفقيتونه يې ترلاسه کړي دي ٠، په دې وجه د هيواد په دننه کې د سولې او بيا رغونې بهير چټک شوی دی ٠ د روان کال د اکتوبر په لومړي لسو ورځو کې د جمهوري رياست د انتخاباتو د ترسره کيدو نه وروسته حامد کرزي د افغانستان د بيلابيلو قومونو او تنظيمونو ترمنځ د روابطو د هماهنګي دپاره نه ستومانه کيدونکي کوششونه کړي چې په نتيجه کې د افغانستان اوضاع نور هم ثابته شوې ده ٠نو له دې امله د حامد کرزي حکومت د هيواد په دننه او بهر کې پراخ ملاتړ او اعتماد ﻻسته راوړي دي ٠ دغه راز د حامدکرزي د حکومت په وړاندې چې د خلکو د قوي ارزو د ترسره کولو دنده په غاړه لري ﻻ زياتې درنې وظيفې لري ٠ مثلأ د امنيت په برخه کې د طالبانو او د القاعدې د سازمان د پاتو کسانو د پوره له منځه وړل او د هيواد د امنيتي حالاتو د عادي کيدل به د حامد کرزي د حکومت په وړاندې دوه لوي او مهم کارونه دي ، په عين وخت کې د اقتصاد ابادول، د خلکو د ژوندانه ښه کول او د بيوزيتوب او غربت ليري کول د خلکو د باور او اعتماد د ترلاسه کولو دپاره يو مهم شرط ګڼل کيږي ، برسيره پر دې د محلي قواوو بې وسلې کول او د مرکزي حکومت د اعتبار پياوړول د حامد کرزي په وړاندې يوه بله موضو ع ده ، د پلان سره سم به افغانستان د راتلونکي کال په پيل کې د پارلمان انتخابات ترسره شي ، د افغانستان حکومت هم بايد د دغو انتخاباتو د سالم ترسره کيدو دپاره ضمانت وکړي ٠