د سي ار ائ راډيو د خبريال د خبر لمخې د هند او پاکستان استازيو د رواني مياشتې په اتمه نيټه په نوي ډيلي کي د هندي او پاکستانې کشمير د دواړو مرکزونو سريناګر او مظفراباد ترمنځ د بسونو د تګ راتګ د پيل په باب د خبرو اترو نوي پړاو چه دوه ورځې يي دوام ورلود ، پاي ته ورساوه خو موافقي ته ندي رسيدلي ځکه چه د دواړو خواوو ترمنځ اختلافات ندي ليري شوي ٠ مګر دواړو خواوو موافقه کړيده چه په دي هکله به نورې خبري اترې ادامه ولري ٠