<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-09 17:31:30    
د ٌ اوروچن ٌ د قوم د خلکو نوی ژوند

cri

د چين د ٌ اوروچن ٌ د قوم په يوه ولسی سندره کښی ويل کيږی چه د ٌ شينګ ان لينګ ٌ د لوړو غرونو په پراخو ځنګلونو کښی د ٌ اوروچن ٌ د قوم زړه ور خلک اوسيږی او دوی د اس په سپرلی او په ټوپک سره ښکار کوی ...، دا سندرې د دی قوم د خلکو پخوانی ژوند ترسيم کړيدی٠ خو اوس د ٌ اوروچن ٌ د قوم خلکو ښکاری ټوپک پری ايښی او په نوی ژوند يی پيل کړيدی ٠

ٌ اوروچن ٌ اصلأ يو ښکاری قوم و او خلکو به يی نسل په نسل په ځنګلونو کښی د ښکار ژوند کاوه٠ د وحشی ژويو د حمايت او د ايکولوجيکی چاپيريال د ساتنې دپاره د ٌ اوروچين ٌ قوم خلکو د چين د حکومت د پريکړې له مخی له ١٩٩٦ کال څخه په پوره توګه له ښکار کولو څخه لاس اخيستی دی٠ د شمالی چين د داخلی مغولستان په خودمختاری سيمې پوری د ٌ اوروچين ٌ د خودمختارې ولسوالۍ د ٌ اوروبتې ٌ د علاقه دارۍ د ښکاريانو کلی ٌ نارکچی ٌ د دی قوم د خلکو د اوسنی نوی ژوند يوه هنداره ګڼل کيږی٠

د معلوماتو له مخی، ولسی حکومت په هره مياشت کښی د ٌ نارکچی ٌ کلی هر هغو ښکاری ته چه ښکاری ټوپک يی پريښودلی ، د اويا ژن مين بی يوانو په اندازه نغدی جبران ورکوی او په عين وخت کښی يی د هر کور دپاره له څوارلسو هکتارو نه تر شلو هکتارو پوری مځکې برابرې کړې دی تر څو چه دوی د کرنې په توليدی چارو لاس پوری وکړی٠د ولسوالۍ د زراعتی علومو او تخنيکونو د څانګې فنی کارکوونکی کله کله د ښکاريانو په اوسيدونکو سيمو کښی د زراعتی علومو او تخنيکونو کورسونه جوړوی ، ښکاريانو د دوی په مرسته د کښتونو د کرلو، د ژويو د روزلو او د زراعتی پيداورو د چمتو کولو په باب ډول ډول مهارتونه زده کړيدی٠ اوس اکثر ښکاريان له بيوزليتوب څخه ژغورل شوی او ځينی يی بډای شويدی٠

د ٌ اوروچن ٌ قوم يوه ميرمن چه ګوان جيو جن نوميږی د زراعتی کارونو څخه په فارغ وخت کښی له پوستکو څخه د خولۍ په شمول لاسی مصنوعات هم جوړوی چه اومه مواد يی له پخوانيو ښکاريانو څخه اخيستل شويدی٠ هغه په هره اونی کښی يوه خولۍ جوړوی او د يوې خولۍ له پلورلو څخه د درو يا څلورو سوو ژن مين بی يوانو په اندازه عائدات ترلاسه کولای شی٠ د دې له خوا جوړه شوې خولۍ تود بازار لری٠ د ګوان جيو جن خاوند په کرنې پوخت دی او زوی يی په ښار کښی سبق وايی٠ دوی دريواړه په هغه پراخ کور کښی اوسيږی کوم چه له ښکار څخه د لاس اخيستلو نه وروسته له غرونو څخه د راښکته کيدو په وخت کښی د ولسی حکومت لخوا د دوی دپاره جوړ شويدی٠ د دې په کور کښی عصری برقی سامانونه شته او له تيلفون څخه هم استفاده کوی٠ د ميرمن ګوان جيو جن په قول ، د دوی اوسنی ژوند په غرونو کښی د ښکار کولو د وخت په نسبت ډير ښه شويدی٠ هغه د زړه له کومی له ښکاريانو سره د ولسی حکومت له پاملرنې څخه مننه کوی٠

ښاغلی هه ګوه لی له ښکار څخه د لاس اخيستلو په وخت کښی د کرنې په باب هيڅ مهارت نه درلود، خو اوس هغه پنځلس هکتاره مځکې کری او تراکتور يی هم اخيستی دی٠ هغه نه يوازی له تراکتور څخه استفاده کولای شی ، بلکه د تراکتور ساده ترميمول يی هم زده کړی دی٠ د فنی کارکوونکو په مرسته اوس هغه په پوره توګه د کښتونو د کرلو په باب مهارتونه زده کړيدی٠ نوموړی هر کال هغه له مځکو څخه ښه حاصلات ترلاسه کولای شی ٠

د ٌ اوروچن ٌ قوم هيوادوال لوړ قومی خودپسندی لری ، له خپل قوم او هيواد سره ډيره مينه کوی او د نوی ژوند په مقابل کښی خوشبين دی ٠ که څه هم د دی قوم نفوس لږ دی او د اقتصاد انکشاف يی هم چټک ندی، خو دوی ژر له نوی ژوند سره عادت پيدا کړی او د ټولنې له وړاندی تګ سره يی سمون خوړلی دی٠لکه څنګه چه د اوروچن د خودمختارې ولسوالۍ يوه مشر ويلی : د ٌ اوروچن ٌ قوم وروسته پاتی قوم ندی،د ښکاری ټوپک له پريښودلو نه وروسته زمونږ قومی ملا لا قوی شويدی، مونږ به هرومرو د نوی ژوند په لاره کښی لا چټک ګامونه پورته کړو٠