<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-10 17:51:25    
د مونږ او اوريدونکی خپرونه

cri

رمز – قدرمنو اوريدونکو ، اسلام وعليکم ٠ زه عنايت الله رمز او زه وانګ اين خه اوس د ميکروفون په وړاندی د نن خپرونی په وړاندی کولو سره بيا ستاسو په خدمت کښی يو ٠

وانګ – د افغانستان له کندهار نه سميل زی ابراهيمی په دی وروستيو ورځو کښی مونږ ته ليک راليږلی او پکښی يی ليکلی چه د چين دبينالمللی راډيو پښتو خپرونه په لنډو څپو په صافه او واضحه توګه اوريدل کيږی ٠ دغه شان زياتو محترمو اوريدونکو په خپلو ليکونو کښی د سی ار ای راډيو د پښتو څانګی له بيلا بيلو خپرونو او په ځانګړی توګه د مونږ او اوريدونکی له خپرونی سره چه ددوی خپل پروګرام دی مينه اوعلاقه ښودلی ده ٠

رمز – مونږ به هم هڅه او کوشش وکړو چه د خپلو اوريدونکو په ذوق برابره خپرونه وړاندی کړو ٠ که څه هم زمونږ ډير اوريدونکی د خپرونی د وخت د زياتوالی وړانديزونه کړی ، خو مونږ هغه محدود امکانات چه په لاس کښی يی لرو د خپلو اوريدونکو نه ونه سپموو ٠ ځکه د پښتو څانګی د ټولو خپرونو او پروګرامونو دپاره همدااوسنی مهال ويش او وخت ټاکل شوی دی او له دی سره سم مونږ خپلی خپرونی او پروګرامونه عيارو ٠ خو سره له دی به هم کوشش وکړو چه په همدی ټاکل شوی وخت کښی د مونږ او اوريدونکی خپرونه د اوريدونکو په ذوق برابره وړاندی کړو ٠

وانګ – دا چه زمونږ نور اوريدونکی هم په انتظار کښی پاتی نه شي او د ځينو ليکونو ځوابونو ته به د خپلو راډيوګانو تر څنګ ناست وی ښه به دا وی چه د هغوی د ليکونو په ويلو او ځوابونو پيل وکړو ٠

رمز – سمه ده ، دا ليک د پاکستان د صوبه سرحد د ضلع هري پور نه د سيدالرحمن بهير راليږلی ، د سلامونو تر څنګ يی زموونږ د سهارنی خپرونی د پيل له امله مبارکی ويلی ده ٠

وانګ – سيد الرحمن بهير ورور ته مونږ هم سلامونه وايو ٠ دا چه ددوی د کلب د غړو شمير په زياتيدو دی زمونږ د خوښۍ سبب شو ٠ هغه پوښتنی چه مونږ په پاکټونو کښی د خپلو اوريدونکو د ليکونو په ځوابونو کښی استولی دی د راډيو څخه دخپرو شويو مضمونونو د پوښتنو سره څه فرق لری ٠ نو تاسی د دغو دواړو پوښتنو سره سم ځواب وليکی ټول سم ځواب ګڼل کيږی ٠

رمز – دا ليک د افغانستان د خوست ولايت د علی شيرو له ولسوالۍ څخه زمونږ يوی خور چه د ښوونکی دنده لری راليږلی او هغی په خپل ليک کښی داسی ليکلی چه زه هر ماښام ستاسی د راډيو پروګرامونه په زيات شوق او ذوق سره اورم چه زمونږ د ډيری استفادی وړ ګرځی ٠ اوس ما يو نوی ليسنرز کلب هم جوړ کړی دی چه د چين او افغان په نامه شهرت لری او په کلب کښی٢٩ نجونو ګډون کړی دی او دوی ټولی په لسم او نهم ټولګيو کښی درس وايی او ښايی چه په راتلونکی کښی دا شمير نور هم اوچت شی ٠ او زه ياسمين بی بی د علی شيرو په ولسوالۍ کښی د عثمان بن عفان د عالی ليسی ښوونکی يمه ٠هغه بيا دا زياتوی چه زه د راډيوګانو او اطلاعاتو څخه خبريږم چه د چين حکومت د افغانستان د بيا رغاونی دپاره زياتی مرستی کړی او کوی يی ٠ زه د چين د حکومت څخه زياته خوشحاله يم او مننه کوم ځکه چه افغانستان ته ٢٣ کلن جنګ ډير زيان رسولی دی ٠ ټولی ابادی دبارودو په واسطه د خاورو سره خاوری شوی دی ٠ په داسی تنګ وخت کښی له افغانستان سره د چين مرستی به مونږ بالکل هيری نه کړو ٠ او په دی توګه زه د چين د حکومت او خلکو څخه ډيره خوشحاله يمه او ور څخه مننه کوم ٠ مونږ هيله کوو چه د چين ملک نوره هم ترقی ومومی ٠

وانګ – مونږ د خوست د ولايت ښوونکی او زمونږ د قدرمنی اوريدونکی ياسمين

بی بی څخه ډيره مننه کوو چه همت يی کړی دی ٠ زمونږ د راډيو د اوريدونکو کلب يی د چين او افغان په نوم جوړ کړی دی ٠ سلامونو ته يی ګيډي ګيډی سلامونه وړاندی کوو او مونږ به هم کوشش وکړو چه خپلی قلمی اړيکی له دوی سره ټينګی کړو برياليتوب ورته غواړو

رمز – د صوبه سرحد بلوچستان د پشين کلی تراڼی څخه زمونږ د پخوانی اوريدونکی بدرالدين فريادی ليک او يو کسټ دا دی مونږ ته رارسيدلی او د سلامونو تر څنګ يی دا هم زياته کړی ده چه ما په دی کسټ کښی د راډيويی سيالی دپاره يوه مقاله ريکارد کړی ده ٠

وانګ – دفريادی صاحب سلامونو ته وعليک وايو او بايد څرګنده کړو چه د مقالو ليکلو سيالی مو لا څو مياشتی دمخه پای ته رسيدلی او اوس د چين د ولسی جمهوريت د جوړيدو د ٥٥ می کاليزی د پوره کيدو په وياړ سيالی هم پای ته رسيدلی ده ٠ ګمان کوو چه تاسی په دی سيالی کښی برخه اخستی وی ٠ ستاسو د کاميابی په هيله ٠

رمز – د پاکستان د صوبه سرحد تحصيل و ضلع هنګو نه محمدعاقل عاقلی مو هر يوه ته د سلامونو په ليکلو سره دا هم زياته کړی ده چه ما دا دی د اوريدونکو کلب جوړ کړی او ستاسو ټولی خپرونی په شوق او ذوق سره اورم ٠ عاقلی صاحب بيا زياتوی چه زمونږد کلب نوم دی - د چين ستوری او د کلب غړی هر يوه عبدالصبور ، شاګل ، رحمت الله ، محمد اکبر ، محمدالله ، حاکم خان ، بسم الله خان او وړوکی عبدالله هم ډير ډير سلامونه وړاندی کوی ٠

وانګ – محترم ورور عاقلی صاحب او ددوی د کلب نورو غړو ته خپل سلامونه وړاندی کوو اود نوی کلب د جوړيدو له امله يی ور ته مبارکی وايو ٠ مونږ به په راتلونکی کښی هم کوشش وکړو چه مجلی اونوری مطبوعاتی خپرونی ددوی په پته وروليږو ٠ ددوی د نورو ليکونو په تمه ٠

-------- موزيک --------

رمز – وانګ جانی ! اوس د اوريدونکی د پوښتنو د ځواب وخت دی ٠ د پاکستان د هری پور نه د باختر کلب مشر سيد الرحمن بهير د چين د لويو انتخاباتو په باب يوه پوښتنه کړی ده ٠ مهربانی وکړی چه تاسی په دی باره کښی څه ووايی ٠

وانګ – ښه ده ، د چين د ولسي جمهوريت د دولت ريئس او د ريئس مرستيالان د چين د عالی دولتی حاکميت لرونکی ارګان يعنی د چين د ملی ولسی کانګرس په لويه غونډه کښی د رايی ګيرۍ له لاری ټاکل کيږی ٠

د ١٩٥٤ م کال په سپتمبر کښی د چين د لومړی ملی ولسی کانګرس په عمومی غونډه کښی د چين لومړنی سوسيالستی اساسی قانون تصويب شو چه ددی قانون له مخی بايد په چين کښی د ملی ولسی کانګرس دايئمی کميټه او د چين د ولسی جمهوريت ريئس وټاکل شی ٠ د ١٩٥٤ م کال په سپتمبر کښی او د ١٩٥٩ م کال په اپريل کښی ماوځی دونګ او جو ده په جلا توګه د دولت د ريئس او د ريئس د مرستيال په توګه وټاکل شول ٠ په ١٩٥٩ م کال او ١٩٦٥ م کال کښی ليو شاو چی د مسلسلو دوو ځلو دپاره د دولت د ريئس په توګه وټاکل شو ٠ له ١٩٦٦ م کال نه تر ١٩٧٥ م کاله پوری څرنګه چه ليو شاو چی د دولت د ريئس په توګه د خپلی وظيفی د اجراٌ کولو په موده کښی له بدمرغه وفات شو ٠ نو دغه چوکی د اوږدی مودی دپاره خالی پاتی شوه ٠

په ١٩٨٢ م کال دچين د ٥ م ملی ولسی کانګرس په ٥ مه عمومی غونډه کښی د چين د ولسي جمهوريت ٤ م اساسی قانون تصويب شو او پکښی داسی ليکل شوی دی چه بايد د دولت د ريئس او د ريئس د مرستيالانو چوکۍ بيا وټاکل شی ٠ دغه اساسی قانون وروسته د ٣ ځلو اصلاح په بهير کښی بيا هم پردی موضوع باندی ټينکار وکړ٠ نو په دی وجه د دولت د ريئس په باب نظام په رسمی توګه ټينګ شو ٠

-------- موزيک --------

رمز – ګرانو اوريدونکو ! اوس به تاسی د په خواږه اواز يوه پښتو سندره واورۍ

------ سندره --------

وانګ – محترمو دوستانو – د مونږ او اوريدونکی نننی خپرونه په همدی ځای پای ته ورسيده ٠ ستاسو د کاميابی او نيکمرغۍ په هيله ٠