<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-16 18:51:23    
د دان جيانګ سيند د غاړې بااستعداده پيغله

cri

د جنوب لويديځ چين د ګوۍ جو ولايت د ٌ لۍ شان ٌ ولسوالۍ د ٌ دان جيانګ ٌ د علاقه دارۍ ٌ جی ان ٌ کلی د چين د ٌ مياو ٌ قوم د خلکو د اوسيدو کلی دی ٠ ٌ مياو ٌ قوم د چين له شپږ پنځوسو قومونو څخه شميرل کيږی او نفوس يی څه نا څه اووه مليونو پنځن لکه تنه دی٠ د ٌ جی ان ٌ کلی اووه ويشت کلنه پيغله لو ځونګ يون يوه بااستعداده کليواله ده٠ هغې په ١٩٩٩ کال کښی له زراعتی ښوونځی څخه د فارغيدو نه وروسته په خپل کلی کښی د خپلو پوهو په وسيله څو څو ځله د کرنې د جوړښت د تنظيمولو دپاره کوششونه وکړل او د محلی بيوزلو بزګرو دپاره يی د ځان د بډای کولو لارې ولټولې چه په دی وجه پيغله لوځونګ يون د ٌ لۍ شان ٌ په ولسوالۍ کښی د علومواو تخنيکونو په وسيله د بډايتوب د لټولو په لاره کښی بااستعداده پيغله ګرځيدلې ده ٠

د ٌ جی ان ٌ په کلی کښی ډير غنی طبيعی منابع شته، دا کلی د ٌ لۍ شان ٌ ولسوالی له مرکز څخه يوازی يو نيم کيلومتره ليری دی او د ولسوالۍاو نورو ځايونو ترمنځ سړک له دی کلی څخه تيريږی٠ پيغلې لوځونګ يون له دغو ښو زمينو څخه په استفادې سره د خپل ځان د بډای کولو په باب داسی ښه پلان جوړ کړ چه د خپل ژوند دپاره د غلودانو د توليد د تامينولو په عين وخت کښی صنعتی کښتونه وکری ترڅو چه خپل عائدات زيات شی ٠ په ١٩٩٩ کال کښی هغې د بازاری اړتياوو له تحقيقاتوکولو او د بازار د انکشاف د لورې له څيړلو څخه وروسته په خپله صفر اعشاريه يو دری هکتار پټی کښی د انګورو کرلو او د انګورو د تاکونو په منځ کی د مځکنی توتو او هندوانو د کرلو ازموينه وکړه ٠ څرنګه چه لو ځونګ يون د انګورو د باغ علمی پاملرنه وکړه ، نو په ٢٠٠٠ کال کښی د انګورو تاکونو مېوې کړې او په ٢٠٠١ کال کښی د انګورو توليدی اندازه يی يو زرو اته سوو کيلوګرامو ته ورسيدله چه ارزښت يی له پنځه زرو ژن مين بی يوانو څخه واړول شو٠

لو ځونګ يون چه د صنعتی کښتونو له کرلو څخه يی ښې ګټې واخيستې، پريکړه وکړه چه د انګورو نوی غوره قيسمونه وروزی او په پرله پسی توګه د انګورو د کرلو مساحت پراخ کړی٠ هغه د انګورو د کرلو او د انګورو د باغ د پاملرنې کولو په باب د لا زياتو پوهو او معلوماتو د زده کولو دپاره هر کال ٌ د ګوۍ جو علمی او تخنيکی ورځپاڼه ٌ او ٌ د کليو د نويو تخنيکونو مجله ٌ اشتراک کوی او د هغو مطالعه کوی ، دغه راز هغه د ګوۍ جو ولايت د ځوانانو په علمی او تخنيکی کورس کښی هم شامله شوه٠ په ٢٠٠٣ کال کښی هغې بيا په ګرمه خانه کښی د مځکنی توتو د کرلو دپاره ازموينه وکړه او بری يی وموند، په دی کال کښی لو ځونګ يو د انګورو او مځکنی توتو له کرلو څخه د څه دپاسه يوولسو زرو ژن مين بی يوانو په اندازه عائدات ترلاسه کړل٠ په ٢٠٠٤ کال کښی هغې په صفر اعشاريه شپږو هکتارو مځکو کښی انګور، مځکنی توت ، هندوانې او سابه کرلی دی ، اټکل کيږی چه عمومی عائدات به يی پنځه نوی زرو ژن مين بی يوانو ته ورسيږی ٠ برسيره پردی هغه د شولو په پټو کښی د کبانو په روزنې او د کورنيو ژويو په روزلو هم لاس پوری کوی او لا زيات عائدات يی ترلاسه کړيدی ٠

د پنځو کالو د سختو کوششونو په اثر لو ځونګ يون بډای شويده ٠ خو هغې وويل چه د يوه کور بډای کيدل پوره ندی، که اکثر کليوال بډای شی، ټول کلی به له حيات څخه ډک شی٠ نو هغه تر خپلې وسی پوری د خپل کلی او شاوخوا کليو بزګرو ته د کرنې په باب علمی او تخينکی معلومات ورزده کړې او تخنيکی لارښوونه او خدمتونه برابروی ٠ د هغې په مرسته د ٌ جی ان ٌ په کلی کښی نور شپږ کورنه هم د انګورو په کرلو لاس پوری کوی او د کلی په پراخو مځکو کښی سابه او هندوانې کرل کيږی چه په نتيجه کښی زيات کليوال له بيوزليتوب څخه ژغورل شوی او ځينی يی بډای شويدی٠