<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-17 18:25:24    
د مونږ او دوريدونکی خپرونه

cri

رمز – د مونږ او اوريدونکی د خپرونی ګرانو اوريدونکو ، نن دا دی بيا د جمعی مبارکه شپه رارسيدلی او زه عنايت الله رمز او زه وانګ اين خه د تودو سلامونو په وړاندی کولو سره ستاسو د خوښی خپرونی په وړاندی کولو پيل کوو ٠ هيله ده چه په دی څو لنډو شيبو کښی له مونږ سره واوسی ٠

وانګ – د اوريدونکو د ښکلو او د اخلاص نه ډکو ليکونو څخه دا څرګنديږی چه هرومرو هغوی د مونږ او اوريدونکی د خپرونی اوريدو ته انتظار باسی او مونږ به ددوی د هيلو او غوښتنو سره سم د ليکونو او ځوابونو په وړاندی کولو پيل وکړو او و به ګورو چه لومړی ليک د کوم بختور له خوا رااستول شوی دی ٠

رمز – دا لومړی ليک چه اوس يی په دی خپرونه کښی لولو، د صوبه سرحد پشاور خزانی کمپ څخه معشوق جان کاموال او عاشق الله کاموال راليږلی او پاتی دی نه شی چه دوی زمونږ دايئمی اوريدونکی دی او تل د ليکونو په ذريعه خپلی قلمی اړيکی ساتی ٠ دواړه يعنی معشوق جان کاموال او عاشق الله کاموال د سلامونو د وړاندی کولو نه وروسته ليکی چه مونږ ستاسو د راډيو ټول پروګرامونه په ډير شوق او ذوق سره اورو او زياته علاقه ورسره لرو او د همدی پروګرامونو له لاری ډير معلومات ترلاسه کوو ٠

وانک – مونږ هم معشوق جان کاموال او عاشق الله کاموال ته ډير ډير سلامونه وړاندی کوو ،د پروګرامونو څخه ددوی د ستاينی نه ډيره مننه کوو ٠ هيله ده چه په راتلونکی کښی هم خپل ليکونه راوليږی ٠

رمز – دا بل ليک د پاکستان صوبه سرحد ضلع هنګو نه انذر اقبال صميم راليږلی د مهر او محبت نه ډک سلامونه يی ليکلی او غواړی چه له مونږ سره قلمی اړيکی وساتی ٠

وانګ – انذر اقبال صميم صاحب ته مونږ ډير ډيرسلامونه وايو ، دا چه دوی د شعر او شاعری سره ډيره علاقه لری ډير خوشحاله شولو ٠ او همدارنګه پښتو ژبی ته د اقبال صاحب د خدمتونو ستاينه کوو ٠ هيله لرو چه په دوامداره توګه له مونږ سره خپلی قلمی اړيکی ټينګی وساتی ٠ خوشحاله اوسی ٠

رمز – دا ليک د معمول سره سم د افغانستان او پاکستان څخه نه بلکی د برتانيی د برمنګهم ښار نه زمونږ دايمی اوريدونکی او د باختر د کلب مشر خليل الرحمن بهير راليږلی دی٠ بهير صاحب په خپل ليک کښی ليکی چه دا زما لومړی ليک دی چه له برتانيی څخه يی ليږم ٠ ما يو ځل تيلفون هم کړی ؤ ٠ د سی ار ای د پښتو خپرونی انترنيټ پاڼه هم هره ورځ وينم ٠ د افغانستان په باره کښی هم ډير ښه ښه معلومات پکښی وړاندی کيږی ٠ له دی امله تاسو ته د دی ښو پروګرامونو د جوړولو په خاطر کور ودانی وايم ، او خپل مطبوعات زما په پته چه په خپل ليک کښی می ليکلی راوليږی ٠

وانګ – د خليل الرحمن ورور څخه ډيره مننه کوو چه له برتانيی څخه يی هم مونږ ته ليک رااستولی ٠ مونږ ډير خوشحاله شولو چه په خير سره برتانيی ته رسيدلی ياست ٠ د خپرونی د ستاينی څخه مو مننه کوو او مونږ به هڅه وکړو چه ستاسو په نوی پته مطبوعات دروليږو ٠ بريالی اوسی ٠

رمز – د کوهاټ د ګهمکول دريم نمبر کمپ څخه د اريوب کلب مشر محمد اقبال بشر دوست اريوبی صاحب دا ليک يی په دی دوو مياشتو کښی اوم ليک دی او په داسی حال کښی چه نور څو ليکونه مو په تيرو خپرونو کښی ور ته خپاره کړل خو دا دی دا ليک يی هم ور ته خپروو ٠

وانګ – د اريوبی صاحب سلامونو ته مونږ هم سلامونه وايو ، مونږ ډير وياړو چه اريوبی صاحب او د کلب ټول غړی يی زمونږ ښه اوريدونکی او دوستان دی چه زيات ليکونه مونږ ته راليږلی او زمونږ خپرونو ته زيات پام او توجه ښودلی ده او خپل ارزښتناک وړانديزونه يی هم کړی دی ٠ البته مونږ هم په کافی اندازه د راډيويی سيالۍ پوښتنی او پاڼی در ليږلی دی ٠ هيله ده چه تاسی په سيالی کښی د ګډون نه بی برخی پاتی نه شی ٠

رمز – او ددی خپرونی دا وروستی ليک د پاکستان د صوبه سرحد ضلع ټانګ د کوټ نواز کلی نه د شاهين کلب مشر نور حسين صابر او ددی کلب د ټولو غړو د نومونو سره راليږلی دی ٠

بايد يادونه وکړم چه د شاهين د کلب مشر ښاغلی نور حسين صابر څو ليکونه مو په تيرو خپرونو کښی خپاره کړل او دا دی دا ليک مو هم ورته خپور کړ چه هغه داسی ليکلی _ ما تر اوسه څوارلس ليکونه تاسو ته استولی دی او زه ستاسو له خپرونو سره ډيره مينه او شوق لرم او ټولی خپرونی مو په شوق او ذوق سره اورم او همدارنګه يی يو غزل هم راليږلی چه هغه به هم ور ته خپور کړو ٠

وانګ – رمز صاحب ، مخکښی له دی نه چه د صابر صاحب غزل ولولی زه د پښتو څانګی د خپرونی د ټولو کارکوونکو په نماينده ګی سلامونه وړاندی کوم او ددوی د ښکلو او دنيکو هيلو نه د ډکو ليکونو څخه يی مننه کوم ٠ او اوس مهربانی وکړی د صابر صاحب غزل ولولی ٠

رمز – سمه ده ، صابر صاحب پخپل راليږل شوی غزل کښی داسی ليکلی ٠

ستا په عشق د سوزيدو پروا می نشته

غم کښی ښه يم د خوشحالو پروا می نشته

چه د زړه محل زما وران وی بلبله

د چمن د ورانيدو پروا می نشته

چه خپل ځان په سمندرباندی لاهو کړم

بيا باران د اوريدو پروا می نشته

زما خپل وطن ګومل دی پکښی اوسم

د کشمير د ښکلی غرو پروا می نشته

صابر چه دی خپل عمل وی ښکلی

د دوزخ د سرو لمبو پروامی نشته

------------- موزيک -----------

رمز – وانګ جانی ، اوس د اوريدونکو د پوښتنو د ځواب وخت دی ٠ د پاکستان د هري پور نه د باختر کلب مشر سيد الرحمن بهير د چين د ولسي جمهوريت د اوسنی ريئس هو چين تاو په باب پوښتنه کړی ده ٠ مهربانی وکړی چه د محترم ريئس هو چين تاو په باب څه معلومات دوی ته واوروۍ ٠

وانګ – ښه ! سمه ده ٠ اوس به زه ددی په باب يو څه معلومات ووايم ٠

ښاغلی هو جين تاو د ١٩٤٢ م کال په دسامبر کښی د منځنی چين د ان هوی په ولايت کښی وزيږيده ٠ ښاغلی هو جين تاو له ١٩٥٩ م کال نه تر ١٩٦٤ م کاله پوری د چين د تر ټولو نه مشهور پوهنتون يعنی ( چين هوا ) پوهنتون د اوبو لګولو په څانګه کښی درس ووايه او سر له ١٩٦٥ م کال نه چه له پوهنتون نه فارغ شو په کارو پيل وکړ ٠ وروسته هغه د هيواد په بيلا بيلو سيمو کښی مختلف موظف کارونه ترسره کړل٠ د بلګی په توګه هغه په وار سره دچين د کمونست ګوند د ( ګوي جو ) د ولايتی کميټی د منشی ، او د تبت د خودمختاری سيمی د ګوندی کميټی د منشی په توګه مقرر شوی ؤ ٠ دغه شان ښاغلی هوجين تاو د ١٩٩٢ م کال له پيل نه د چين د کمونست ګوند د مرکزی کميټی د سياسی بيورو د دايئمی اداری د غړی ،د چين د کمونست ګوند د مرکزی کميټی د سکرتريت غړی ، د چين د کمونست ګوند د مرکزی نظامی کميټی د مرستيال ، د چين د ولسي جمهوريت د دولت د ريئس د مرستيال او د چين د ولسی جمهوريت د مرکزی نظامی کميټی د مرستيال په توګه وټاکل شو ٠

د ٢٠٠٣ م کال له مارچ نه د ٢٠٠٤ م کال تر سپتمبر پوری هو جين تاو د چين د کمونست ګوند د مرکزی کميټی د عمومی منشی ، د ګوند د مرکزی نظإمی کميټی د ريئس د مرستيال ، د چين د ولسی جمهوريت د ريئس او د چين د ولسی جمهوريت د مرکزی نظامی کميټی د مرستيال دندی په غاړه درلودی او د ٢٠٠٤ م کال په سپتمبر کښی هغه د چين د کمونست ګوند د مرکزی کميټی د عمومی منشی ، د ګوند د مرکزی نظامی کميسيون د ريئس ، د چين د ولسی جمهوريت د ريئس او د چين د مرکزی نظامی کميټی د مرستيال په توګه وټاکل شو ٠

----------- موزيک -----------

رمز – ګرانو اوردونکو ، اوس به تاسی يوه ښکلی پښتو سندره واورۍ ٠

-------- سندره ----------

وانګ – ګرانو اوريدونکو – د مونږ او اوريدونکی نننی خپرونه په همدی ځايه پاي ته ورسيده ستاسو د کاميابی او خوشحالۍ په هيله ٠