د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د افغانستان ملی پوځ د دسمبر په اوولسمه نيټه ماښام د کابل د اطرافو يوه هغه بنديخانه چه پکښی د القاعدې د سازمان بنديانو اغتشاش وکړ، اشغاله کړه او په دی اثر دغه شورش چه د لسو ساعتو دپاره يی دوام درلود ، ارام شويدی ٠
په همدی ماښام د افغانستان د ملی پوځ څه دپاسه سلو تنو عسکرو پر نوموړی بندخانې باندی حمله کړې او د پنځه څلويښتو دقيقو له جګړې نه وروسته يی دا بنديخانه کنټروله کړيده ٠
د اغتشاش په بهير کښی څلور تنه پوليسان او د القاعدې د سازمان اغتشاش کوونکی بنديان مړه شول او د حکومتی پوځ يو عسکر او دوه تنه بنديان ټپيان شول ٠
د افغانستان حکومت دا څرګنده کړه چه د نوموړی پيښی تحقيقات به سرته ورسوی ٠