<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-23 17:54:10    
ښوونځيو ته زما د درو ځلو تګ بيخی يوشان نه ؤ

cri

د چين د قومی ورځپاڼې په وروستنی ګڼه کښی د ٌ مياو ٌ قوم د ښوونکی يانګ سيو تين په قلم يوه مقاله نشره شوه٠

ښوونکی يانګ سيو تين په خپله مقاله کښی ليکلی چه په چين کښی د اصلاحاتو او ورخلاصون د پاليسۍ له تطبيق راهيسی د چين د اقتصاد د چټک انکشاف په اثر د ٌ مياو ٌ قوم د اوسيدو د سيمو څيرې ستر بدلون موندلی او د خلکو ژوند يی هم ورځ په ورځ ښه شويدی٠ښوونځيو ته زما له درو ځلو تګ څخه د خپل کور او قوم پرمختګ څرګند شويدی ٠

زما کور د چين د جنوب لويديځ د هو نان او ګوۍ جيو دوو ولايتونو د ورڅيرمه ځای يو غرنی کلی دی او پکښی د ٌ مياو ٌ قوم څه دپاسه سل کورنه اوسيږی ٠ څرنګه چه کليوال نسل په نسل په غرنی دره کښی ژوند کوی او لوړ غرونه زما کلی له نورو ځايونو څخه جلا کوی، نو په پخوانی اوږده موده کښی له غرونو څخه د باندينی نړۍ ته د تګ په باب د دوی د څو نسلونو ارزو ونشوه ترسره کيدای٠

د شلمې پيړۍ په اتمه لسيزه کښی زه د امتحان ورکولو له لاری په ګاونډی ولسوالۍ کښی د ښوونکو د روزلو په يوه ښوونځی کښی داخل شوم ٠ کله چه زه له خپل کور څخه وخوځيدم ، د مور په بدرګه د ولسوالی مرکز ته پر پښو لاړم او بيا له هغه ځای نه د موټر په ذريعه نوی ښوونځی ته ٠ مونږ له کلی نه د ولسوالی مرکز ته په پنځه ويشتو کيلومتره غرنی لاره کښی يوه ورځ ونيوله ٠

په ١٩٨٦ کال کښی زه يو ښوونکی وګرځيدم ، په هغه وخت کښی سړک زما کلی ته وغزيده او بريښنا هم ورسيدله ٠ د ٌ مياو ٌ قوم د غرنيو کليو د خلکو د توليد او ژوند شرائط ښه شويدی٠

په ١٩٩٠ کال کښی زه د امتحان ورکولو له لاری د خپلې سيمې په تعليمی پوهنځی کی داخل شوم او د ٌ مياو ٌ قوم د غرنيو کليو لومړی محصل وم ٠ دا د هغو ټولو غرنی کليوالو دپاره چه د خوراک او پوښاک مسئله يی تازه حله شوې، يو زيری وګڼل شو٠ دوی ما او زما کور ته توده مبارکی وويله او تر سړک پوری يی له ما سره بدرګه وکړه٠ زه د خپل کور په وړاندی عمومی بس ته پورته شوم او د خپل قوم د هيوادوالو د نيکې ارزو په وړلو سره د تعليمی پوهنځی خوا ته وخوځيدم٠ تر اوسه پوری می دا نده هيره کړی چه د ښوونکو د روزلو په ښوونځی او تعليمی پوهينځی کښی می د يوه بيوزلی زده کوونکی په حيث څو څو ځله د دولت د قومی تعليماتو له صندوق څخه مرستې واخيستې ٠

له هغه وخت نه وروسته زمونږ د غرنی سيمې دروازه پوره خلاصه شوې او ورته د سړک د غزيدو او د بريښنا د انتقاليدو نه وروسته په کلی کښی ښکلی ښوونځی جوړ شوی، تلويزونی سيستم نصب شوی ، کليوالی بازار اباد شوی، د غرنی سيمې ځانګړی توليدی شيان او قومی مصنوعات په پر له پسی توګه د غرونو پر باندينيو ځايونو باندی ځرڅ شوی او د نورو ځايونو يو شمير سوداګرو هم پانګې او تجهيزات غرنيو کليو ته راوړلی چه پکښی د ګلدوزۍ او د تجارتی شيانو د چمتوکولو فابريکې جوړې شويدی٠

د لوړو تحصيلاتو دپاره زه په ١٩٩٥ کال کښی يو ځل بيا د ولايت په پوهنتون کښی داخل شوم ، خو له هغه وخت نه راهيسی د کليوالو دپاره دا يو عادی کار دی، ځکه چه هر کال زمونږ په غرنيو کليو کښی څو تنه نوی محصلين رامنځ ته شوی او يوازی زما په کوچنی کلی کښی څه دپاسه شل تنه زلميان په پوهنتونو يا پوهنځيو کښی داخل شويدی٠ د خوښۍ وړ خبره دا ده چه هغه ورځ زه د خپل ورور د شخصی موټر په ذريعه له کليو څخه وخوځيدم او څو زره ژن مين بی يوانه پيسی می هم له ځان سره درلود٠

ښوونځيو ته زما دری ځله تلل نه يوازی زما د خپل ژوند او سرنويشت يوه هنداره ده، بلکه د اصلاحاتو او ورخلاصون په باب د چين د پاليسۍ په رڼا کښی د ٌ مياو ٌ قوم د خلکو د مادی او کلتوری ژوند د پرله پسی ښه کيدو څرګندوی هم ده ٠ زه د زړه له کومی د حکومت له دی پاليسۍ څخه مننه کوم او د ٌ مياو ٌ له خلکو سره د ولسی حکومت له پاملرنې څخه تشکر څرګندوم٠