<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-24 19:06:52    
د مونږ او اوريدونکی خپرونه

cri

رمز – د مونږ او اوريدونکی د خپرونی قدرمنو دوستانو ، اسلام وعليکم ٠ زه عنايت الله رمز او زه وانګ اين خه خوشحاله يو چه بيا هم ددی اونی د خپرونی په وړاندی کولو سره د اوريدونکو په خدمت کښی يو ٠

وانګ – په دی وروستيو وختونو کښی د چين د بينالمللی راډيو له خوا د چين د ولسی جمهوريت د ٥٥ می کاليزی په وياړ د معلوماتی سيالی په هکله زيات شمير اوريدونکو خپل ځوابی پاڼی مونږ ته راليږلی او سم ځوابونه يی پکښی ليکلی دی ٠ له دی نه څرګنديږی چه محترم اوريدونکی له دی سيالی سره زياته علاقه او توجه لری او په فعاله توګه يی پکښی ګډون کړی دی ٠

رمز – وانګ جانی ، دا نه يوازی زه بلکی ته هم د خپلو اوريدونکو هيلی په اوبونه لاهو کوو او هغه ژمنی چه د خپلو اوريدونکو په وړاندی يی لرو هرومرو يی ترسره کړی ٠ په دی توګه مونږ دواړه اوپه ټولينزه توګه د سیارای د پښتو څانګی ټول کارکوونکی د خپلو قدرمنو او محترمو اوريدونکو خيال ساتو او هغه څه چه په وس کښی لرو له هغوی څخه نه سپموو ٠

وانګ – مونږ هيله لرو چه دوی په دی سيالی کښی پوره بری ترلاسه کړی او خپله هغه ارزو ترسره کړی چه چين ته د يوی اونی سفر وکړی ٠ښه ! د ډيرو خبرو نه به تير شول او اوس به وګورو چه دا لومړی ليک د چا دی او له کوم ځای نه مونږ ته راستول شوی دی ٠

رمز – د نننی خپرونی د اوريدونکی لومړی ليک د افغانستان د کندهار له ولايت ٍڅخه زمونږ دايمی اوريدونکی سميل زی ابراهيمی راليږلی ٠ د ګيډۍ ګيډۍ سلامونو تر څنګ يی دا هم زياته کړی ده چه ستاسو په خپرونه کښی يعنی د سی ار ای په پښتو خپرونه کښی د نيم ساعت د زياتوالی له امله ډير خوشحاله شوم او دا يی هم ليکلی دی چه ستاسو خپرونی او مطبوعات ما ته راورسيدل ٠

وانګ – هغه دا هم وليکل چه زه د ټولو پښتو څانګی کارکوونکو د زيار او هڅو څخه يو ځل بيا د زړه له کړمی مننه کوم ٠

رمز – او ابراهيمی صاحب د ليک په پای کښی يوه پوښتنه هم کړی ده چه په چين کښی څو مهمی چينايی لهجی موجودی دی ؟

وانګ – د سميل زی ابراهيی صاحب سلامونو ته ډير ډير سلامونه وايو د خپرونی له ستاينی څخه يی مننه کوو او په چين کښی د مهمو لهجو په باب د ابراهيمی پوښتنی ته زه داسی ځواب ورکوم چه په چين کښی پرته د خان قوم نه نور٥٥ ملی اقليتونه موجود دی او اکثريت يی ځانته قومی ژبه لری ٠ دغه شان د خان قوم خلک د هيواد په بيلو بيلو سيمو کښی اوسيږی او محلی لهجی يی هم بيلا بيلی دی ٠ مثلاٌ د شانګهای ښار په اړخ کښی شوجو ښار واقع دی خو د دواړو ښارونو داوسيدونکو خلکو لهجی هم توپير لری ٠

رمز – دا ليک د صوبه بلوچستان چمن جوګی رام رود څخه د افغان لسنرز کلب

مشر عبدالروف ارمانی راليږلی ٠ د مونږ او اوريدونکی د خپرونی څخه يي په ځانګړی توګه او زمونږ د پښتو څانګی له ټولو خپرونو څخه په عمومی توګه خوښی څرګنده کړی ده او هغه يی ډيری ستايلی دی ٠

وانګ – مونږ د ورور عبدالرؤف ارمانی صاحب د ليک او سلامونو څخه يی ډيره مننه کوو ٠ زمونږ سلامونه دی هم ومنی ٠ ددوی د ښه او نيک نظر څخه ډير خوش شولو ٠ مونږ تل کوشش کوو چه خپلو اوريدونکو ته لا ښه او په زړه پوری خپرونی وړاندی کړو ٠

رمز – دپاکستان د صوبه سرحد ضلع ټانک د کوټ نواز کلی نه د شاهين کلب مشر نور حسين صابر او ورسره د کلب ټولو غړو په ګډه دا ښکلی ليک راليږلی ، ډير ډير سلامونه يی ليکلی، زمونږ د سلامتيا او روغتيا هيله يی کړی ده او دا يی هم ليکلی ده چه د مونږ او اوريدونکی خپرونه او نوری خپرونی په ډير شوق او ذوق سره اورو٠ ګران ورور نورحسين صابر يو غزل هم راليږلی ده ٠

وانګ – مهربانی وکړی چه تاسی يی ولولۍ ٠

رمز – باغونو کښی څه نشته بلبلان راغلی دی

ديدن ته د ګلونو په ارمان راغلی دی

په نيت د خوشحالی اوس ژريږی په ويرونو

چمن ته ډلی ډلی بوراګان راغلی دی

ګولی د طبيتانو په زخمی زړه اثرنه که

ته راشه مسيحا ستا بيماران راغلی دی

زړه ګۍ می په بنړو باندی پيرلی دی صابره

نن سبا په تصوير کښی نور چشمان راغلی دی

وانګ – د نور حسين صابر صاحب د کلب ټولو غړو سلامونو ته مونږ هم وعليک وايو او غزل يی ډير ښکلی ؤ ٠ هيله ده چه په راتلونکی کښی هم خپل ښکلی او په زړه پوری ليکونه راواستوی ٠

رمز – دا ليک د پاکستان د ژوب څخه معلم مندوخيل راليږلی او د سلامونو تر څنګ يی دا هم ليکلی دی چه ستاسو ادرس می د سی ار ای لسنرز کلب ژوب له مشر رفيع الله مندوخيل څخه واخست ٠ ټولی خپرونی اورم ٠ اوس يو څو ورځی کيږی چه د نوموړو خپرونو په اوريدلو می پيل کړی دی ٠

وانګ – لومړی مونږ هم ډير ډيرسلامونه وړاندی کوو بيا ښاغلی معلم مندوخيل صاحب ته مبارکی وايو چه زمونږ د خپرونو په اوريدلو يی پيل کړی دی ٠ مونږ به هڅه وکړو چه په راتلونکی کښی ددوی په پته مجلی او نوری خپرونی وروليږو ٠ هيله ده چه له مونږ سره خپلی قلمی اړيکی وساتی ٠ بريالی اوسی ٠