د سينهوا اژانس د خبر له مخې د پاکستان د خارجه چارو سکرتر رياض خوخارد دسمبر په ٢٨ نيټه په اسلام اباد کې وويل د کشمير په باب موضوع د پاکستان او هند ترمنځ د ټولو موجودو مسئلو څخه د زړي مسئله ګڼل کيږي ،بايد د پاکستان او هند ترمنځ د هراړخيز ديالوګ په بهير کې دا مسئله يوې خوا ته ايښودل نشي ٠او يا هغې ته دوهم مقام نه ورکول کيږي
هغه د هند د خارجه چارو د سکرتر شيام سارن سره د خبرواترو نه وروسته په يوه مطبوعاتي مرکه کې وويل پاکستان د هندي خوا هغه اصطلاح نشي منلی چې په تکرار سره يې وويل کشمير د هند يوه نه جلاکيدونکي برخه ده او يوازي د هند حکومت د کشمير د خلکو نمايندګي وکړي او يوازي د هند حکومت د کشمير د خلکو نمايندګي کولي شي ، د هندي خوا دغه رويه ددواړو خواوو ترمنځ د واقعي اهميت لرونکي ديالوګ دپاره ګټه نه لري ٠